پر پاکستاني پوليسو خونړی يرغل
۱۳۹۵ آبان ۴, سهشنبهد پاکستان د پوليسو د معلوماتو له مخي د دغه هيواد د ناآرامه ولايت بلوجستان په مرکز کويټې کي وسله والو کسانو د پوليسو پر يو ښوونځی باندي يرغل کړی ۶۰ کسان ئې وژلي او تر ۱۲۰ زيات نور ټپيان سوي دي.
د دوی د معلوماتو له مخي د دوشنبې په ناوخته ماښام درې تنه وسله وال کسان د پوليسو په ښوونځی ورننوتلي او هر څوک چي ئې ليدلي ويشتلي ئې دي.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بوگتي، ويلي دي چي په ښوونځي کي ددغو وسله والو د له منځه وړلو اوږده عمليات د سې شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د اکتوبر ۲۵مه) سهار وختي ختم سول.
د راپورونو له مخي په کويټه کي د پوليسو پر ياد ښوونځي باندي د يرغل پرمهال نژدې ۷۰۰ محصلان بيده ول. د يرغل پرمهال په ښوونځي کي درنې چاودني هم اورېدل سوي دي او ويل سوي چي وسله والو کسانو محصلان يرغمل کړي او يوې ودانۍ ته ئې ننيستلي ول.
د پاکستان «جيو تلويزيون» د يوه تن محصل په حواله ويلي دي چي د دوشنبې په ماښام شاوخوا ۹بجې او ۳۰ دقيقې وسله وال کسان د ياد ښوونځي د زده کړو سالون ته ننوتل او له يوه مخه ئې ډزونه پيل کړل او وروسته بيا بارکونو ته ننوتل.
د پيښي پړه په پاکستان کي داعش پرغاړه اخيستې ده. د جرمني خبري آژانس د راپور له مخي د داعش يوه قوماندان رسنيو ته ويلي دي چي په پاکستان کي به ئې يرغلونه دوام ولري.
د رسنيو د راپورونو له مخي تر دې مخکي د پاکستان پوځ ويلي ول چي پر ښوونځي باندي وسله والو يرغلگرو ته د يرغل پرمهال له افغانستان څخه د «لشکر جهنگوي» ډلي له خوا لارښوونه کېده.
په کويټه کي د پوليسو د زده کړي پر دغه مرکز باندي په ۲۰۰۶م او ۲۰۰۸م کلونو کي هم يرغلونه سوي ول. هغه مهال پردغه مرکز باندي توغندي توغول سوي ول.
نور مطالب: