پولند له روسېې سره پر پوله سیمي ګټارې لګوي
۱۴۰۱ آبان ۱۳, جمعهپولند روانه اوونۍ د دفاع وزارت د یو ناڅاپي اعلان وروسته، د ۲۱۰ کيلومتره په اوږدو د اغزن تار لرونکو سیمي کټارو درولو چارې پيل کړې. د روسېې کالیننګراد سیمه د روسېې له خاورې جلا د بالتییک سمندر په ساحل کې پرته ده چې پولنډ او لیتواني سره سرحدونه لري.
د فرانسې خبري آژانس په حواله دغه کټارې د دوه نیم مترو په لوړوالي او درې متره ژوروالي جوړيږي چې په برقي وسایلو به هم سمبالي وي.
د بلاروس پر پوله مهاجر: قاچاقچیان زموږ پیسو سره کار لري د ژوند پروا مو نه کوي
پولندي عسکر چې د کټارو په درولو مصروف دي، تر اوسه ېې د زردینا (Zerdziny) په نوم کلي ته نژدې ۵۰۰ متره ګټارې درولي دي. د سېمې لارې د پوځي موټرو د ډير تګ راتګ له امله چې سرحد ته تجهیزات انتقالوي له خټو ډکې شوي دي.
پولند: بلاروس اوس په ډليزه توګه مهاجر له سرحده اوښتو ته هڅوي
پولند تر دې مخکې هم خپلې خاورې ته د غیرقانوني مهاجرو د اوښتو د مخنيوي له پاره د روسېې له متحد، بلاروس سره پر سرحد یو اوسپنيز دیوال رغولی دی. پولند د دغه دېوال په رغولو شاوخوا ۳۵۰ ميلیون يورو لګولي دي.
پولند: سرحدي بحران د اروپا د بې ثباتۍ له پاره د بلاروس «تر ټولو ستره» هڅه ده
تير کال د سپېنې روسې له لاري ډېر مهاجر د پولند له سرحدونو څخه په اوښتو سره اروپايي اتحادېې ته ننوتل. هغه وخت پولند ادعا کوله چې دغه مهاجر سپېنه روسيه په لوی لاس د دوی د سرحدونو پر لور استوي.