ځينو مشرانو خپله ناروغي تر مرگه پټه ساتلې وي
میرکل ریږدي او نړۍ تشویش کوي. نو ایا دا ناروغه ده؟ ددې د ناروغۍ په باب تراوسه پوري یوازي آوازې دي او سم معلومات یې نه سته. خو ډیرو نورو جمهوررئیسانو او صدراعظمانو هم پر ناروغیو سربیره حکومت کولو ته ادامه ورکوله.
له بستره حکومت کول
حتی په ۲۰۱۴ م کال کي لا باید انگیلا میرکل د سکي لوبي په یوه واقعه او پښې هډوکي تر درز وروسته څو اوونۍ په بستر کي پاته سوې وای. خو هغې سربیره پر دې د حکومت کارونو ته دوام ورکړ او مرستیال گابرییل یې مجبوره نه ؤ، استازيتوب يې وکړي.
ضعیفتیا نه ښکاره کول
د جرمني پخواني صدراعظم هلموت کول په ۱۹۸۹م کال کي د پروستات مشکل درلود. خو دا ورته په یو خراب وخت کي رامنځته سو: د ده د مسیحي دیموکراټانو د کنگرې پر مهال، داخلي گوندي حریف یې غوښتل پرضد یې کودتأ وکړي او ناروغي یې افشأ کړي. خو ددې له پاره چي ضعیفه ښکاره نه سي، هغه یې پټه او کنگرې ته راغلی. تر کامیابه کیدو وروسته یې بلاخره عملیات وکړ.
تقریبأ سل واره بیسده سوی
د جرمني یوه بل پخواني صدراعظم، هلموت شمیت په ۲۰۱۴م کال کي ومنله چي هیڅ وخت سم جوړ نه ؤ. هغه د خپلي صدراعظمۍ پر وخت همیشه صحي مشکلات درلودل. خو ده او کارکونکو یې هغه پټ وساتل. هغه حتی په وارو وار په خپل دفتر کي بیسده سوی وو.
سرطان ناروغي پټول او یودولتي اسرار
د فرانسې پخوانی جمهورییس، ژورژ پومپیدو په ۱۹۷۴م کال کي دفعتأ مړ سو. خو اصلأ د هغه مرگ دفعتأ نه ؤ: ځکه چي پومپیدو سرطان ناجوړي درلوده او کلونه یې هغه پټه کړې ول. جمهوررئیس فرانسوا میترا هم (تصویر) بې له دې چي د چا ورته پام سي، ناروغه ؤ. حتی د جمهوررئیس کیدو پروخت لا ډاکټرانو ورته د ژوند کولو درې کال وخت ورکړی ؤ، خو دی ۱۵ کاله ژوندی پاته سو.
د ناروغۍ پر وخت انتخاباتي کمپاین
د امريکا په متحده ايالاتو کي ناروغي کاملأ د انتخاباتو سرنوشت ټاکي: د پخوانۍ خارجه وزیري، هیلاري کلینتن او اوسني جمهورییس دونالد ترمپ تر منځ د جمهوری ریاست د وروستیو انتخاباتو پرمهال یوې ویدیو، کلینتن د ناجوړۍ په حال کي ښکاره کړه. د کلینتن ډاکټر که څه هم وویل، چي دا یوازي د سږو التهاب لري، خو بیا ترمپ په اصطلاح ددې څخه نمره واخیسته او خپل ښه صحت یې معرفي کړ.
کینیډي تل د درد دوأ اخیستل
جمهورییس جان اېف کینیډي، چي تل په یوې خنداني او بشاشي چهرې سره راظاهریدی، هیچا فکر نه کاوه، چي دغه ځوان پخوانی جمهورییس دي د ورځي اته ډوله دواوي اخلي. کینیډي د پښتورگي ناروغي درلوده او بې له معالجې او دواوو څخه یې د ژوند انتظار لږ ؤ. که څه هم هغه د ورځي څو واره دوا اخیستلو ته مجبوره ؤ، خو هغه هیڅ وخت افشأ نه سول او دولتي اسرار پاته سول.
جمهورییس په ویلچېر کي
که څه هم سیاستوال په ټوله دنیا کي خپلي ناروغۍ پټوي، خو د امریکا یوه پخواني جمهوررئیس فرانکلین روزویلټ هغه پټه نه کړه. په ۱۹۳۳م کال کي د هغه تر جمهوررئیس کیدو لس کاله دمخه لا ده ویلچېر استعمالاوه. خو خلگ نه پوهیدل، ځکه چي یوازي درې عکسونه موجود دي چي دئ په ویلچېر کې ښکاره کوي. دده د تکلیف څخه هم څوک نه پوهیږي. ملت هغه وخت پوه او تر شوک لاندي راغئ، کله چي هغه په ۱۹۴۵م کال کي دفعتأ مړ سو.
د مرگ ترمخه نوئ ژوند
د سلوانیا د پخواني جمهورییس،یانیچ درونوشک د پښتورگي د سرطان معلومیدل د ده دژوندانه ډول ته هم تغیر ورکړ. دی چي له ۱۹۹۲م کال څخه تر ۲۰۰۲م کاله پوري په مسلل ډول صدراعظم وو او وروسته جمهوررئیس سو، له عامه محضره لیري سو. نور ډیر لږ عام محضر ته را څرگندېدی او تر خپل قصر یې په غره کي کوډلي ته ترجیح ورکوله. د عیسویت څخه بودايي مذهب ته واوښتئ او له غوښو څخه یې پرهیز وکړ. په ۲۰۰۸م کال کي مړ سو.