څرنگه خوښ واوسو؟
خوښ اوسيدل يا د خوښۍ احساس کول څومره چې فکر کيږي هومره مشکل کار نه دی. د يو څو عادتونو په خپلولو سره خوښي ترلاسه کيدای شي. د داسې يو څو عادتونو په اړه د انځورونو په دې گالرۍ کې لوستلی شئ.
په حال کې ژوند وکړئ
ويل کيږي چې هره شيبه د تیر وخت په اړه فکرونه او يا د راتلونکي په اړه اندیيښنې انسان آرامۍ ته نه پريږدي. د «دي پاور آف ناو» يا «د اوس د ځواک» په نوم د مشهور کتاب ليکوال ايکهارت تولې په خپل دې کتاب کې ليکي چې په حال کې ژوند کول او اوسنی وخت په بشپړ احساس سره تیرول، موږ د ماضي يا تېر وخت په سوچونو کې له ډوبيدو ژغولی شي. سبا چا ليدلی؟ نو ولې دا زده نه کړو چې څرنگه نن ښه ژوند کولی شو؟
له منفي فکرونو ځان وساتئ
د مادريد پوهنتون د يوې څيړنې په حواله د منفي فکرونو پر کاغذ ليکل او بيا دغه کاغذ ايسته اچول، له دې فکرونو څخه د ځان د خلاصولو يوه ډېره ښه لاره ده. د ارواپوهانو په حواله دا کار بايد په منظم ډول وکړو. پر خپلو فکرونو تمرکز کول او دې ته پام کول چې منفي سوچ مو کله پر ذهن حمله کوي او په چټکۍ سره د يوه ښه شي اړه فکر کول هم منفي فکرونه له منځه وړلی شي.
د خوبونو او ارمانونو پوره کيدل
تل د راتلونکي په اړه فکر کول يو منفي عمل دی خو په ژوند کې د يوه هدف او مقصد ټاکل يوه مثبته خبره ده. که دا مقصد يا هدف د کتابونو لوستل، په خپل مسلک کې پرمختگ، د اولادونو سالمه روزنه او که بل څه وي، خو په ژوند کې د يوه هدف درلودل انسان ته د مخکې تلو همت ورکوي.
د ورکړې عادت خپل کړئ
يو څه په لاس راوړل د هر چا خوښ دي خو ويل کيږي کوم خوند چې د تحفې په ورکړه کې دی په اخیستو کې یې نه شته. د «ټايني بدها» په نامه انټرنټ پاڼه کې په خپره شوې يوه مقاله کې راغلي چې له يوه اړمن دوست او خپلوان سره مرسته کول، يوه بې کوره او بې وزله ته د ډوډۍ ورکول او يا خيرات يا آن يو چا ته يوازې خندل، کولی شي تاسو ته خوښي در وبښي.
پر خپلو وړتياو تمرکز وکړئ
آیا تاسې زړور ياست، روښان فکره ياست او يا هر وخت د علم او زده کړې د ترلاسه کولو هڅه کوئ؟ تاسې څرنگه له خپلو مثبتو اړخونو څخه کار اخلئ؟ ويل کيږي چې له خپلو وړتياو څخه په بشپړه توگه د گټې اخيستو له لارې انسان نه يوازې په خپل ژوند کې لا پسې ډاډه کيږي بلکې د نورو ژوند هم ښه کولی شي.
مينه خپره کړئ
مينه څرنگه خپره کړو؟ دا دومره مشکل کار هم نه دی. هغوی ته چې له تاسې سره مينه لري، د تحفې يا سوغات ورکول، په دفتر کې له کارکوونکو او يا همکارانو سره ښه چلن او يا کله کوم ماشوم ته آيس کريم اخيستل، دا ډول کوچني عادتونه د مينې په ويشلو او مينې په ترلاسه کولو کې مرسته کولی شي.
بخښل زده کړئ
که انسان د نورو د سهوو د بخښلو هنر زده کړي نو ژوند یې له سکون او هوساينې ډکيدلی شي. يو ارواپوه چې د يو شمير واده شويو جوړو راهنمايي یې کوله، وايي چې زياتره مشکلات د ورځني ژوند له کوچنينو ترخو پېښو راټوکيږي. يو بل ته پاملرنه او پر يو بل پام کول او تر ټولو زيات د يو بل له بخښلو سره اړيکي له پرې کيدو ژغورل کیدای شي.
روغتيا ته مو پام وکړئ
د نړۍ له مشهور وياندويانو څخه یې يو ټوني روبنز چې د خپلو ويناوو له لارې خلک هڅوي، په خپل «ان لميتد پاور» يا «لامحدوده ځواک» په نوم کتاب کې وايي چې د انسان بدني روغتيا د هغه د ذهني او رواني روغتيا او بریاليتوب سره ژوره اړيکه لري. له ډېرو غوړو خوراکونو ډډه وکړئ او تازه ميوه او سبزيجات د خپل خوراک برخه وگرځوئ. په منظم ډول قدم وهل او يا ورزش کول انسان تازه ساتي او انسان ځان ښه احساسوي.