څنګه کولی شو په سرطان له اخته کیدو ځان وساتو؟
ساينس پوهان تر ډیره پوه شوي دي چې انسان څرنگه د سرطان په شان وژونکو ناروغيو اخته کیږي. له دې ناروغۍ څخه د ځان ساتنې له پاره ممکن یو شمیر تدابير مرسته وکړي. خو د سرطان ځنې ډولونه ارثي وي چې ځان ساتل ترې ستونزمن وي.
له سکریټ څکولو ځان ساتل
څیړنو ښوولې ده چې سړی کولای شي له احتیاط څخه په کار اخیستنې سره د سرطان له نږدې نیمایې ډولونو څخه ځان وژغوري. د سګړیټو څښکل نږدې د هر یوه پنځم تومور عامل وي. د سکریټو لوګې نه یوازې د سږو، بلکې د سرطان د یو شمیر نورو ډولونو سبب هم ګرځي.
زیات وزن
تر سکریټ څکولو وروسته د وزن ډېرښت د سرطان تر ټولو لوی عامل وي. په چاغو ښځو کې د سينې او تخمدان د سرطان خطر ډیریږي. همدارنګه چاغوالی په نارینه وو کې هم تر ډیره د سرطان په ناورغۍ د اخته کیدو چانس زیاتوي.
لږ حرکت کول
په هغو کسانو کې چې ډیر کښینې او لږ حرکت لري د سرطان په ناروغۍ د اخته کیدو امکان ډیریږي. څیړنو ښودلې ده چې ورزش نه یوازې د سرطان، بلکې په ډیرو ناروغیو له اخته کیدو څخه مخنیوی کوي. ضروري نه چې باید سخت ورزش وشي، بلکي بایسکل چلول او قدم وهل هم په دې برخه کې مرسته کوي.
د غوښو استعمال
د لوی او کوچني څارویو لکه غوا، مېښه یا ګاومیش، پسه او داسي نورو غوښه د ګیډې د سرطان سبب کیدلی شي. د لوی مال غوښه ډیر زیان رسونکې وي. برعکس د کب یا ماهي غوښې خوړل د روغتیا له پاره ګټه رسوي.
د چټکو خوړو خوړل
د سبزیجاتو او میوو استعمال ګټه رسوي او له سرطان څخه تر ډیرې اندازې مخنيوی کوي. برعکس چټک خواړه لکه برګر، چپس او سره کړې غوښه تر ډیره د سرطان په وژونکې ناروغۍ د اخته کیدو سبب ګرځیدلی شي.