څېړنه: د ترافیک شور د وینې فشار لوړوي
۱۴۰۲ فروردین ۱۰, پنجشنبهدا تازه څېړنه د «جی ای سي سي ايدوانډوانسس» په ژورنال کې د مارچ پر ۲۲ مه نيټه خپره شوې ده. «د ورځنۍ روغتیا» په نوم طبي مجلې په وینا که څه هم چې پخوانیو څیړنو د ترافيک د لوړ غږ او د وینی لوړ فشار ترمنځ اړیکه موندلې وه خو دا چې د شور ککړتیا اکثراً د هوا له ککړتیا سره مل وي، نو د وینې پر فشار باندې يوازې د شور اغیز روښانه نه وه.
د پیکینګ پوهنتون د عامې روغتیا د پوهنځي د څيړنو لیکوالانو په وینا، حتی د هوا د ککړتیا په نشتوالي کې، د غږ ککړتیا له کبله د وینې د لوړ فشار خطر پر ځای پاتی دی.
د زړه د ناروغیو د مخنیوي اروپایی ټولنې په ۲۰۲۱ د زړه او وينې فشار ناروغيو د مخينوي په برخه کې ټینگار کړی چې د چاپیریال ککړتیا سره مخ کیدل چې د زغم تر کچې پورته شور هم پکې شامل دی، د زړه په ناروغۍ د اخته کيدو خطر ډيروي.
اړونده موضوع:د وینې فشار د ټیټولو درې ساده او طبیعي لارې
د دې څیړنې ترسره کولو لپاره، څیړونکو د بريتانيا د «بيوبانک» د اوږدمهاله او پراخې څېړنې څخه د ۲۵۰ زره څخه ډیرو گډون کوونکو معاينات چې د وينې لوړ فشار نه یې درلود، واروزل.
د ۸ کلونو له پاره د ګډونوالو د څارلو وروسته، څیړونکو وموندله چې له ۲۱۰ زره څخه زیات کسانو د وينې پر لوړ فشار اخته شوي دي. څیړونکو په دې ترڅ کې موندلې، هغه خلک چې د سړکونو او ترافیک شور ته نږدې ژوند کوي د وینې لوړ فشار په ناروغۍ د اخته کیدو له خطر سره مخامخ دي. د شور یا د ککړتیا زیاتوالی په بدن کې فشار زیاتوي او د وینې فشار لوړوي.
اړونده موضوع: «سپین زهر»، افغانان زیاته مالګه کاروي
هر هغه څه چې په بدن کې ستریس يا فشار لامل کیږي د بيلا بيلو فیزولوژیکي بدلونونو له امله د وینې پر فشار اغیزه کولی شي، لکه د سمپاتيک عصبي سیسټم فعالیت، د سوزش زیاتوالی، یا د اډرینال په هورمونونو کې بدلون.
له دې څیړنې څخه جوته شوه، هغه خلک چې د هوا ککړتیا او ترافیکي شور سره مخ شوي، د وینې لوړ فشار خطر يې ډير درلود.
د ناروغیو د څيړني د »جي بي ډي« پروژې د معلوماتو په حواله چې په ۲۰۲۰م کال کې په لانسیټ مجله کې خپاره شوي، د هوا ککړتیا په ۲۰۱۹ کې په ټوله نړۍ کې د ۹ میلیون انسانانو د مړینې لامل شوې چې د اټکل له مخې په هرو ۵ کسانو کې ۳ د زړه او وينې د فشار د ناروغيو، د زړه حملې او فلج کيدو له کبله مړي شوي وو.
زموږ له آرشیف څخه: