څېړنه: چين ښايي ۸ کالونو کي له امریکا څخه مخکې شي
۱۳۹۹ دی ۶, شنبهد کرونا ويروس وبا او اقتصادي پايله به يې له چين سره مرسته وکړي چې له امريکا څخه مخکې او د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد جوړ شي. دغه خبره په يوه نوې څېړنه کې راغلې ده. د بريتانيا يوه فکري مرکز په خپل وروستي رپوټ کې ويلي چې بيجينګ به په اقتصادي ډګر کې تر ۲۰۲۸ کاله پورې د امريکا متحده آيالات شا ته پرېږدي، نه په ۲۰۳۳ کې چې پخوا يې اټکل شوی و. د بريتانيا د اقتصادي او تجارتي څېړنو مرکز (CEBR) دغه خبره په خپل وروستي رپوټ کې کړې ده چې نن (د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۲۶مه) خپور شوی دی.
چين له وبا سره چلن کې «مهارت» ښکاره کړ
په اقتصادي چارو کې د چين دومره زياته چټکتيا د کرونا ويروس وبا ته د بيجينګ او واشنګټن د متفاوت غبرګون پايله ده. رپوټ د چين له خوا «په مهارت سره د وبا سره چلن» په ګوته کوي چېرته چې ډېر ژر ټولبند ولګول شو څو د ناروغانو شمېر تر کنترول لاندې راشي.
رپوټ کې زیاته شوې چې متحده آيالات به هم په راتلونکي کال کې بېرته اقتصادي وده وکړي، خو په ورپسې کلونو کې به يې دغه اقتصادي پراختيا د ۱،۹ او ۱،۶ سلنې کچې ته راټيټه شي.
بلې خوا ته چين بيا د ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ کاله پورې د اوسط ۵،۷ سلنې اقتصادي ودې په لور درومي چې د ۲۰۲۶ تر ۲۰۳۰ کلونو پورې به يې د اټکل له مخې دغه وده ۴،۵ سلنې ته راټيټه شي.
جاپان به د دغې وړاندوينې له مخې تر ۲۰۳۰ کاله پورې د نړۍ دريم ستر اقتصاد پاتې شي کله چې به ښايي هند ورڅخه مخکې شي. له دې کبله به آلمان د نړۍ د سترو اقتصادونو په ډله کې پنځم مقام ته راښکته شي.
see/dj/ن ص/ ا ا
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه انځوريز راپور (20.02.2018):