1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليجاپان

د جاپان د پناه غوښتنې په قانون کې څه تغیرات راغلي؟

۱۴۰۳ خرداد ۲۱, دوشنبه

په جاپان کې له دوشنبې ورځې څخه د پناه غوښتنې یو لا سخت قانون نافذ شو چې له مخې یې جاپان کولی شي په اسانۍ سره رد شوي پناه غوښتونکي اخراج کړي. دغه هیواد تیر کال یوازې ۳۰۳ کسانو ته پناه ورکړې وه.

https://p.dw.com/p/4gshT
Japan Tokio 2016 | Solidarität mit Geflüchteten
انځور: Alessandro Di Ciommo/NurPhoto/picture alliance

جاپان چې د نړۍ څلورم تر ټولو لوی اقتصاد دی، له دې کبله له نیوکو سره مخامخ دی چې ډیر کم پناه غوښتونکي یې منلي  دي. دغه هیواد تیر کال یوازې ۳۰۳ کسانو ته پناه ورکړې وه چې ډیر شمیر یې د افغانستانوګړي ول.

د نوي قانون له مخې د جاپان حکومت هغه کسان اخراجولی شي چې د پناه غوښتنه یې درې وارې رد شوې وي. تر دې مخکې پناه غوښتونکو کولی شوای چې د ردیدو په صورت کې اقامه دعوا وکړي او بیا هم په جاپان کې پاتې شي. د پناه غوښتنې د ردیدو شمیر تر اوسه پورې مهم نه وو، خو اوس دغه شمیر درې ځله ته محدود شوی دی او تر هغه وروسته بیا پناه غوښتونکي له دغه هیواده اخراجیږي.

د جاپان د عدلیې وزیر رایجوي کایوزومي، د روان میلادي کال په مې میاشت کې ویلي وو چې د نوي قانون هدف دا دی چې ژر هغه کسان اخراج کړي چې په جاپان کې د پاتې کیدو اجازه نه لري او په خبره یې دا به په دې کې مرسته وکړي چې اوږد مهاله توقیفونه کم شي. هغه زیاته کړې وه: «هغه کسان چې محافظت ته اړتیا لري، هغوی به محافظت شي خو له هغو کسانو سره به جدي چلن وشي چې قوانین ماتوي.»

د قانون منتقدینو د جاپان د ارزوني بهیر پر شفافیت باندې نیوکې کړي دي او اندیښنه یې څرګنده کړې ده چې اخراجیدونکي کسان کیدای شي په خپلو هیوادونو کې له تعقیب سره مخامخ شي.

د مهاجرو له پاره د جاپان انجمن پر خپلې ایکس پاڼې پخواني ټویټر باندې لیکلي دي: «موږ ډیره اندیښنه لرو چې د قانون پلي کیدل به هغو مهاجرو د اخراج او له ګواښ سره د ژوند او امنیت مخامخیدو ته لاره هواره کړي چې جاپان ته یې پناه راوړې.»

دغې ډلې ویلي دي چې باید په جاپان کې داسې «یو عادلانه سیستم رامنځ ته شي» چې له مخې یې پناه غوښتونکي د نړیوالو معیارونو له مخې وارزول شي.

آژانسونه / م. ج/ خ.ح

هغه آمونه چې ډېر ځانګړي دي