چين د بريښنا لګښت د کمښت له پاره فضاء ته سپوږمکۍ استوي
۱۳۹۷ مهر ۲۸, شنبهد چين دولتي رسنۍ د جمعې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۱۹) خبر ورکړی دی چې دغه آسیایې هیواد غواړي تر ۲۰۲۰م کاله پورې فضاء ته یوه سپوږمکۍ واستوي.
د چين د سويلي ایالت سیچوان په شینګدو ښار کې د لویو سټلایټونو د جوړولو کار پيل شوی دی. د «چائنا ډیلي» ورځپاڼې په حواله دغه سپوږمکۍ به له عادي سپوږمۍ سره یوځای رڼا خپروي، خو د دې مصنوعي سپوږمکۍ رڼا به له طبعي سپوږمۍ څخه (البته په یوه مشخصه ساحه کې) ۸ برابره زیاته وي.
د انسان په وسیله جوړه شوې داسې لومړۍ سپوږمکۍ به په سیچوان کې د شیشانګ له فضایې مرکز څخه په ۲۰۲۰ م کال کې واستول شي او تر ۲۰۲۲ م کاله پورې به داسې درې نورې سپوږمکۍ هم فضاء ته واستول شي.
د دغې پروژۍ مسئول چن فینګ وایې چې لومړنۍ سپوږمکۍ به په امتحاني توګه واستول شي او اصل کار به وروسته استول کیدونکي سپوږمکۍ ترسره کوي.
دغه مصنوعي سپوږمکۍ به چې د لمر د وړانګو په منعکس کولو سره رڼا خپروي، په راتلونکي کې په ځانګړي توګه د سړکونو او لویو لارو پر غاړو د نصب کړای شویو ګرپونو ځای ونیسي. له دې سپوږمکۍ څخه به د طبیعي آفتونو پر مهال هم کار واخیستل شي او د اړتیا په صورت کې به د مرستندویه کارونو له پاره د رڼا د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.
پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: