1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د جعلي درمل جوړوونکي فابريکې له منځه وړي دي

۱۳۹۱ مرداد ۱۵, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15kIs

د چين هيواد د جعلي درمل د جوړولو په تور تقريبا ۲۰۰۰ کسان نيولي دي. د چين د امنيت وزارت ويلي دي چي په ټول هيواد کي ئې تلاښۍ کړي او د ۱۸۰ ميليونو ډالرو په ارزښت جعلي درمل ئې نيولي دي. دوی وايي، چي شاوخوا ۱۰۰۰ جعلي درمل جوړوونکي فابريکې ئې هم ړنگي کړي دي. ويل سوي دي، چي دغه درمل د شکري او فشار د ناروغيو د علاج له پاره جوړېدل. د دغو درملو اعلانونه په انټرنټ، ورځپاڼو او تلويزيونونو کي سوي ول.