چين د نړۍ تر ټولو مشهورې ودانۍ هم کاپي يا نقل کړي ـ انځورونه
که ځيرک تليفون وي، که ماشين، که الوتکه که وسله او که ودانۍ وي، چين هر څه جوړوي او جوړولای يې سي. چين حتی د نړۍ تر ټولو مشهورې ودانۍ هم کاپي يا نقل کړي. د بعضو دغو نقلونو انځورونه دلته وګورئ:
د پاريس آيفل برج په چين کي
عموما چي څوک د آيفل برج انځور وويني نو فکر کوي چي دا انځور به د فرانسې په پلازمېنه پاريس کي اخيستل سوی وي. خو دغه انځور د چين په هانګ کانګ ښار کي اخيستل سوی دی ځکه چي دلته د آيفل برج يو نقل درول سوی دی.
د مصر احرامونه په چين کي
هر کال په ملينونو انسان مصر ته ورځي چي هلته د مصر احرامونه او ورسره مل ځانګړي زړې مجسمې او ودانۍ وګوري. خو دغه انځور د چين د هوبای ولايت دی، چيري چي د مصر د «سفينکس» مجمسمې او ودانۍ يو نقل جوړ کړل سوی دی.
واشنګټن په چين کي
د کاپيتول هيل په نوم ودانۍ د امریکا د متحده ايالاتو په پلازمېنه واشنګټن کي واقع ده چي پکښي د دغه هېواد د ايالاتو پارلمان دی. خو په ګوانګدونګ کي هم د کاپيتول هيل يو نقل ولاړ دی چي ورسره خلک په خورا مينه انځورونه اخلي.
د لندن پل په چين کي
څوک چي د لندن پل کتل غواړي نو حتمي نه ده چي لندن ته ولاړ سي. دا ځکه چي د چين په سوشو ښار کي هم د دغه پله يو نقل درول سوی دی. دغه نقل دومره دقيق دی چي يوازنی فرق يې دا دی چي يو په لندن کي او بل په چين کي واقع دی.
دا د پاريس لوورې موزيم نه دی
زيات هغه کسان چي پاريس ته تللي او هلته يې د لوورې موزيم ليدلی وي، ښايي فکر وکړي چي دغه انځور د همهغه موزيم دی. خو نه، دا د چين په شېنچين کي د ياد موزيم د ودانۍ يو نقل دی.
سپينه ماڼۍ په چين کي
د امریکا د متحده ايالاتو د ولسمشر د اوسېدو او د کار ځای په واشنګټن کي ولاړه سپينه ماڼۍ ده. خو د دغې ماڼۍ يو نقل د چين په هونګږو ښار کي هم ولاړ دی او زيات چينايان يې د ليدلو له پاره ورځي.
يوناني پارتېنون په چين کي
پارتېنون په يونان کي ولاړه د عبادتځي هغه ودانۍ ده چي د ودانيو د ساختمان د تاريخ له مهمترينو ودانيو څخه شميرل کيږي. خو چين د دغې ودانۍ نقل هم جوړ کړی چي د ګانسو په ولايت کي ولاړ دی. دغه ودانۍ په ښار کي د کلتوري او سياحي پارک يوه برخه جوړوي.
نقلي کلی
په دغه انځور کي ولاړي ودانۍ په اُتريش کي نه دي ولاړي بلکه چين د اُتريش د يوه کلي ودانۍ نقل کړي او په چين کي يې جوړي کړي دي. د اُتريش اصلي ودانۍ د يونيسکو له خوا د نړۍ د کلتوري ميراث په ليسټ کي ځای کړل سوي هم دي.