چين داسې مقناطيسي ټرين ښکاره کړ چې تر الوتکې لا چټک دی
۱۳۹۸ تیر ۹, یکشنبهد نړۍ د اقتصادي فوروم په پاڼه کې راغلي چې د ماګلېف په نوم ټکنالوژي له داسې برېښنايي مقناطيسونو کار اخلي چې ټرين يو څه په هوا کوي او د بالښت په څېر يې د هوا په يوه نري قشر باندې مخ په وړاندې بيايي او چټکوي. بې له دې چې ټايرونه او پټلۍ سره تماس ولري او اصطکاک صورت ونيسي. د ماګلېف ټکنالوژۍ رېلونه د عادي اورګاډو په پرتله ډېر چټک دي، لږ شور رامنځ ته کوي او هومره ډېر لړزيږي هم نه.
چين په اوس کې هم د نړۍ تر ټولو چټک ټرينونه لري. د شانګهای ښار ماګلېف ټرين اوس لا په ساعت کې د ۴۳۱ کيلومترو په سرعت چليږي چې له ۲۰۰۳م کال راهيسې د يوه هوايي ډګر او د ښار د مرکز تر منځ سپرلۍ رسوي.
تر ټولو چټک اورګاډی
نوی مقناطيسي ټرين اوس د چين په شاندونګ ولايت کې نندارې ته وړاندې شو. ويل کيږي چې دغه ټرين په ساعت کې تر ۶۰۰ کيلومترو پورې چټک سفر کولی شي. يوه انجينر دينګ سانسان، »د سوت چاينا مورنينګ پوست« ورځپاڼې ته ويلي دي چې د چين د پلازمېنې بيجينګ (پيکنګ) او شانګهای تر منځ سفر «د ټولو آمادګيو سره په الوتکه کې تقريبا څلور تر څلور نيم ساعته وخت نيسي. هغه په عادي چټک ټرين کې پنځه تر پنځ نيم ساعته وخت نیسي او په ماګلېف ټرين کې به هغه يوازې درې نيمه ساعته وخت وغواړي.»
دا په داسې حال کې ده چې دغه نوی ټرين لا په ازمايښتي پړاو کې قرار لري چې د ځينو رپوټونو په حواله د دغه ټرين اصلي فعاليت په ۲۰۲۰ کال کې شروع کيږي. له دې کبله هم معلومه نه ده چې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د جون په ۲۷مه) د ټرين د ښودلو مراسم په څه معنی ول. داسې ويل کيږي چې د دغه ټرين انبوه يا پراخ توليد به ښايي له نن څخه دوه کاله وروسته يعنې په ۲۰۲۱ م کال کې پيل شي.
WEF/SCMP/ن ص/ن ز