1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين هانگ کانگ ته تازه دمي عسکر لېږلي؟

۱۳۹۸ شهریور ۷, پنجشنبه

په هانگ کانگ کې تر پلان شوې سترې مظاهرې څو ورځې مخکي د چين حکومت خپلې دغه ځانگړې اداري ساحې ته نوي ځواکونه استولي دي. پوليسو په دې منځ کې پر اجتجاجي مارش هم بندیز لگولی دی.

https://p.dw.com/p/3OgDo
Hongkong Protest gegen China | Chinesisches Militär
انځور: picture-alliance/AP Photo/Xinhua/Y. Junmin

د چين دولتي رسنۍ د ټانکونو او لاريو انځورونه ښکاره کوي چې عسکر تر سرحده رسوي او يوه کوچنۍ پوځي بیړۍ چې هانگ کانگ ته رسېږي.

د شينهوا دولتي خبري آژانس په دغه ځانگړې اداري ساحه کې د مستقرو ځواکونو د بدلون خبره کوي چې دغه کار تل تر يوې معلومې مودې وروسته کيږي.

لويديځو ديپلوماتانو د دې گام توقع درلودله. هغوی اوسمهال په دقيقه توگه څاري چې آيا د چين د عسکرو د شمير زياتوالی او د نورو غیر عادي حرکاتو نخښې نښانې خو نه ليدل کيږي.

د دې پسمنظر په هانگ کانگ کې له درو مياشتو راهیسې روانې مظاهرې دي چې د سيمه ایز حکومت او چين د حکومت د زيات نفوذ پر ضد دي. تېره اوونۍ د دغه مظاهرو په ترڅ کې سخت اخ و ډبونه رامنځته شول. پوليسو هغه وخت د مظاهره کوونکو د خپرولو په موخه اوبه وپاشلې او د مظاهرو له پېل راهيسې يوه پولیس يو فاير وکړ.

Hongkong Proteste
پوليسو د اخ و ډب د وېر شنبې له پاره په نظر کې نيول شوې مظاهرې منع کړي ديانځور: Getty Images/L. Chor

پولیس د »اخ و ډب او خرابکاريو» ويره لري

د شنبې له پاره په نظر کې نيول شوې يوه ستره مظاهره هم د پوليسو له خوا منع شوې ده. د مظاهرې تنظيموونکو ویلي چې د دې کار علت د امنيت په اړه انديښنه ښوول شوې ده. د پولیس له خوا د مظاهرو تنظيمونکو ته په ليږدول شوي ليک کې راغلي چې ويره څرگنده شوې چې گډونوال غواړي په «زور زياتي او خرابکاريو» لاس پورې کړي.

زياته شوې ده چې مظاهره کوونکو په وروستۍ مظاهره کې «نه يوازې اور اچولی وو او سړکونه یې بند کړي ول بلکې د تېلو بمونه، ډبرې، سوټي او نور په خپل لاس جوړې وسلې یې کارولې وې څو ډېرو عامه شتمنيو ته زيان ورسوي او نور تاوانونه واړوي.»

د شنبې له پاره پلان شوې سترې مظاهرې د چين د حکومت د هغه پريکړې د پنځمې کلیزې په مناسبت وې چې په هانگ کانگ کې یې سياسي اصلاحات منع کړي ول. دا پريکړه په ۲۰۱۴م کال کې د حکومت ضد غورځنگ د پېليدو باعث شوې وه.

BS/NZ (rtr, afp, ap)