چین د امریکا د سمندري ځواکونو حساس معلومات هک کړي
۱۳۹۷ خرداد ۱۹, شنبهد واشنګټن پوسټ رپوټ د یوه بې نومه چارواکي په حواله لیکلي چې هکرانو د «ناوال اندر سي وار فیر سینتر» په نامه د امریکا د سمندري ځواکونو د یوه مرکز یو قراردادي هدف ګرځولی. نوموړي چارواکي واشنګټن پوسټ ته د امریکا د سمندري ځواکونو د دې قراردادي د هویت په هکله معلومات نه دي ورکړي.
یادې امریکايي ورځپاڼې په خپل دغه رپوټ کې ویلي چې په هک شويو معلوماتو کې ۶۱۴جي بي د «سي ډرګن» یا د سمندر ښامار د پروژې سربیره د زیګنالونو، د اوبتل د مخابرې د خونې معلومات او د اوبتل د بریښنايي سیستم د جوړولو اړوند معولومات شامل دي.
دغه نا څرګند امریکايي چارواکي د نوم د نه بربنډیدو په صورت کې واشنګټن پوسټ ته ویلي چې د چین د حکومت دغه هکري برید د روان کال د جنوري او فبروري میاشتې په ترڅ کې شوی دی. اوسمهال د امریکا فدرالي پولیسو یا «ایف بي آی» په مرسته د امریکا د سمندري ځواکونو لوري د دغه هکري بریدونو په هکله پلټنې پیل شوي دي.
واشنګټن پوسټ همدا راز ویلي چې دوی د توغندي د پروژي په هکله د ځینو معلوماتو له نه خپرولو سره له دې امله موافقه کړې چې د امریکا د سمندري ځواکونو په حواله د دغه راز معلوماتو خپرول به ښايي د امریکا ملي امنیت ته زیان ورسوي.
د هکري بریدونو په هکله دغه معلومات داسې مهال را برسیره کیږي چې په دې وروستیو کې د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ اړیکې د سوداګرۍ او پوځي معاملاتو له امله په ترینګلي حالت کې دي.
تیره میاشت پنتاګون په ارام سمندر کې د چین هیواد په پوځي تمریناتو کې د برخې اخیستو له پاره د چین وړاندیز له دې امله رد کړ چې د امریکا په باور بیجینګ په دې وروستیو کې د چین په جنوبي سمندر کې پوځي حضور په دوامداره توګه پراخ کړی دی.
د سي آی آې پر پخواني مشر تورونه
د همدې جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې په ۸ نیټه) د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې یو پخوانی چارواکی چین ته د جاسوسۍ او دې هیواد ته د سري معلوماتو د ورکولو په جرم تورن شو. د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې د سي آی اې دغه چاوراکي چین ته د معلوماتو د ورکړې په بدل کې ۲۵ زره امریکايي ډالر ترلاسه کړي دي.
په ۲۰۱۷م کال کې کیوین مالوری هغه وخت د جاسوسي د جرم په تور ګرم وپیژندل شو چې له شنګهای څخه د بیرته راتګ د پرواز پرمهال ترې له ۱۶ زرو ډیر بې سنده امریکايي ډالر ترلاسه شول.
تر دې پیښې وروسته د امریکا متحده ایالاتو په ورجینیا ایالت کې یوې محکمې ۶۱ کلن مالوري یوه بل بهرني هیواد ته د امریکا د دفاع اړوند د پټو معلوماتو د ورکړې او نورو تورونو په جرم تورن وپیژانده. د امریکا د عدلیې وزارت د اعلامیې په حواله د نوموړي قضايي پریکړه به د سپتمبر میاشتې په ۲۱ نیټه واورل شي چې په پایله کې به نوموړی په عمري قید محکوم کړل شي.