چین د کرونا له امله د مړو شمیر څه د پاسه ۲۰۰۰ تنه ښوولی
۱۳۹۸ بهمن ۳۰, چهارشنبهپه پیکنگ کي د روغتیایي چارو کمیسیون اعلان کړی چې د مړه سوو کسانو شمیر د سه شنبه راهیسي د نورو ۱۳۶ کسانو په زیاتیدو سره اوس ۲۰۰۴ تنو ته ورسید. په دې ډول د ۱۷۴۹ نورو اخته سوو کسانو د شمیر په زیاتیدو سره اوس د نوموړي ویروس پیښې ۷۴ زره ۱۸۵ ته ورسیدې. یوازې د چین په هوبي ايایت کي د نووو شمیرو له مخی ۱۳۲ تنه مړه سوي او ۱۶۹۳ تنه نور بیا په دغه ویروس اخته سوي.
له چین څخه بهر تر اوسه پوری د پنځو تنو د مړينې او تقریباً ۱۰۰۰ تنو د اخته کیدو پیښې ثبت سوي چې ۱۶ یی په آلمان کې دي.
لکه څنگه چې په پیکنگ کې دولتي رسنیو خبر ورکړی، د چین د روغتیایي ادارې د پلټنی له مخې، تر اوسه پورې لږ تر لږه ۳۰۰۰ تنه ډاکټران او د روغتون کارکوونکي په دغه ویروس اخته سوي. مخکې له دې د ۱۷۰۰ پیښو خبرورکول سوی وو.د تیرې اونۍ تر پایه لږ تر لږه شپږ مرسته کوونکي مړه سوي چې زیاتره یې د هوبي ايالت په مرکز ووهان کي چې دغه ویروس پکې ډېر خپور شو، په فعالیت بوخت ول.
په جاپان کې لومړني مسافر له کښتۍ څخه وزي
په جاپان کې په هغې مسافروړونکی بیړۍ کې د قرانطین دوه اونیزه دوره پای ته ورسیده چې د کرونا د ویروس له امله رامنځته سوې وه. شاوخوا ۵۰۰ مسافر چې د کرونا د ویروس تِست یی منفي وو، په یوکوهاما کې له نوموړۍ بیړۍ څخه ووتل. د بیړۍ د لنگر اچولو ځای ته نژدې بسونه او ټکسي موټرونه ولاړ ول، تر څو دغه مسافر انتقال کړي.
خو نور په سلهاوو مسافرو ته بیا اجازه نه ده ورکول سوې چې له کښتۍ څخه ووزي. هر هغه مسافر چې په دغه بیړۍ کې په کرونا باندی اخته سوي کس سره په اړیکه کي وو، باید د نورو ۱۴ ورځو له پاره په قرنطین کي پاته سي.
د کښتۍ په دغو مسافرو کي لږترلږه اته تنه آلمانان هم شامل دي. د جرمنی د حکومت په حواله زیاتره به یې ډیر ژر هیواد ته راستانه سي. په برلین کی د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبه په ورځ لا اعلان کړی وو چې ددغې کښتۍ دوه تنه مسافر د کرونا په ویروس اخته سوي دي.