1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین، روسیه او ایران پوځي مانورونه کوي

۱۳۹۸ دی ۶, جمعه

دوه نړیوال قدرتونه او ایران خپل قوت نندارې ته وړاندې کوي. چین، روسیه او ایرن د جمعې له ورځې د عمان په خلیج کې څلور ورځني ګډ سمندري مانورونه کوي.

https://p.dw.com/p/3VNSo
China | Zerstörer Xining im Hafen Qingdao
انځور: picture-alliance/dpa/Xinhua News Agency/L. Ziheng

د عمان په خلیج کې د چین، روسیې او ایران سمندري مانورونه له جمعېې ورځي پیلیږي. د چین د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي دي چې د دغو څلور ورځنیو مانورونو هدف درو سرو هیوادونو د سمندري ځواکونو ترمنځ د «تبادلو او همکارۍ» لا پسې ژورول دي.

زیاته شوې ده چې پر نورو سربیره به چين په دغو مانورونو کې له شینینګ جنګي بیړۍ سره برخه واخلي. ویاند په دې هکله هیڅ ډول معلومات ور نه کړل چې په ټوله کې به په دغو مانورونو کې د چین څومره عسکر او کښتۍ برخه ولري.

په خلیج سیمه کې وضعیت ترینګلی دی. دغه وضعیت وروسته له هغې ترینګلی شو چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په ۲۰۱۸م کال کې له ایران سره له نړیوال اتومي تړون څخه په یو اړخیز ډول ووت. د واشنګټن د «حد اکثر فشار» د سیاست په غبرګون کې تهران په دې پېل وکړ چې په تدریجي ډول د دغه تړون له ځینو مادو پر شا شي. چین او روسیه د آلمان، بریتانيا او فرانسې په څیر د تړون هغه شریکان دي چې لاهم له تړونه نه دي وتلي.

Südarika | Der russische Marinekreuzer Marschall Ustinov im Hafen Kapstadt
د روسیې «مارشال اوستینوف» جنګي کښتۍانځور: picture-alliance/dpa/Photoshot/C. Cheng

خو په وروستیو میاشتو کې د فارس په خلیج کې پر تیل وړونکو کښتیو بریدونو، د یوې امریکایي بې پيلوټه الوتکې رااچول او همداشان د سعودي عربستان د تیلو پر تأسیاستو باندې د توغندیو بریدونو په دغه سیمه کې وضعیت لا پسې ترینګلی کړی دی.

امريکا او شریکان یې ایران د دغو بریدونو له پاره مسئول ګڼي خو ایران په هغې کې خپله هر ډول ښکیلتیا ردوي. د دغو بریدونو په غبرګون کې متحده ایالاتو له خپلو ډیرو متحدینو سره د کښتیو د ساتلو له پاره یو سمندري ماموریت رامنځ ته کړ.

د عمان خلیج د یوې تنګي په واسطه له فارس خلیج سره یو ځای کیږي، چې د هرمز تنګی دی. د دغه تنګي له لارې د کښتیو په واسطه د خامو نفتو یو پر دریمه لیږدول کیږي. د دغه تنګي بندول چې ایران یې تل ګواښونه کوي په سملاسي ډول د تیلو بیې لوړوي او پر نړیوال اقتصاد خاص اغیز لري.