ډالر څنګه چاپيږي؟ ـ انځوريز راپور
د «بیورو آف اینګریونګ» اداره د امریکایې ډالرو د چاپ او څارنې مسئولیت لري. د امریکا دغه حکومتي اداره له دوه نیم سوه کلونو راهیسې د امریکایې اسعارو د چاپولو چارې پر مخ بیایې.
د حکومت فابریکه
«بیورو آف اینګریونګ» (BEP) په امریکا کې د ډالرو د چاپولو تر ټولو لویه اداره ده. د دې مرکزي دفتر د مخ برخه د پخواني وختونو کلاء ته ورته ښکاري.
ډالري ساعت
هر کال نږدې یو میلیون انسان د هغې خونې لیدو ته ورزي، په کوم کې چې ډالر چاپيږي. دغه کسان د ځانګړو امنیتي څارنو لاندې له دې کوټې څخه لیدنه کوي. په دې ودانۍ کې یو لوی دیوالي ساعت هم نصب شوی چې ارقام یې هم د ډالر نوټونو څخه جوړ شوی دي.
زرغون رنګ او ډالر
د امریکایې ډالرو د امنیت تر ټولو مهم اړخ زرغون رنګ دی. دا رنګ تر ډیرو سختو امنیتي تدابیرو لاندې جوړیږي. دا عمل په بشپړ ډول د نوموړي امریکایې ادارې تر کنترول لاندې ترسره کیږي.
د چاپ مسئولیت
اید میجا د زرغون رنګ او د بانک نوټونو پر سر د نورو ښکاریدونکو نقشونو د چاپ مسئولیت لري. د امریکایې اسعارو دغه ماشين په یوه ساعت کې د بانک نوټونو د ۱۰ زره شیټونو یا تختو د چاپ توان لري او چاپوي یې.
د ډالرو د چاپ څار
د امریکایې ډالرو د چاپ کارپوه هر وخت د چاپ عمل څاري. د چاپ شویو نوټونو د وچیدو له پاره دری ورځې وخت پکار دی. تر چاپ وروسته دا په یوه مخصوص ګودام کې ساتل کیږي. په ورځ کې ۵۶۰ میلیونه ډالره چاپیږي. د یوه ډالر پر چاپولو ۳،۶ سنټه مصرف راځي.
د ډالرو چاپ او د څلورو سترګو اصول
په هره امنيتي برخه کې هیڅ امیتي کارکونکی یوازې کار نه کوي. د «بیورو آف اینګریونګ» ادارې د هر کار کونکي کلنۍ معاش یا تنخوا په اوسط ډول ۹۳ زره ډالره دی. دا اوسط په امریکا کې د معاش د اوسط دوه برابره دی.
پر نوټ نمبر وهل
د امریکایې ډالرو د چاپ وروستی پړاو پر هغې سیریل نمبر وهل دي. دا ماشين چې پر نوټونو نمبر وهي د لاس په وسیله کارول کیږي.
د امریکایې ډالرو دسته بندي
د امریکایې ډالرو حسابول په څو پړاونو کې ترسره کیږي. تر وروستي شمیرنې وروسته ۱۰ بنډله په یوه ډیر سخت پلاستيکي پکنګ کې بند کیږي. د امریکا مرکزي بانک ته د رسولو تر وخته پورې د دې بانک نوټونو سیریل نمبر پټ ساتل کیږي.
پر امنیت هیڅ ډول سازش نه کیږي
د «بیورو آف اینګریونګ» اداره ۲۰۰۰ امنیتي کارکونکي لري. دغه کسان ۲۴ ساعته د چاپ د دې ماشین په اطرافو کې پیره کوي. د ټولې ودانۍ د امنیت ساتنې له پاره نه یوازې دا چې انسانان مؤظف دي، بلکې یو ځانګړی نظام ورته جوړ شوی دی. د دې ټولې پروسې یا ټول دفتر د بندلو یا محاصره کولو له پاره یوازې یوې سرې بټنې ته فشار ورکول کافي وي.
د چاپ عمله هم ټوکې کوي
د «بیورو آف اینګریونګ» ادارې عمله له خپل هیواد سره د مينې د جذبې او احساس تر څنګ یو له بل سره ټوکې هم کوي. له دویچه ویله څخه آنیا سټاین بخ او مشیل ماریک، هم له دې ادارې څخه لیدنه کړې وه.