ډاکتران د ماشومانو فوټبال کې په سر د توپ وهلو بنديز غواړي
۱۴۰۱ فروردین ۱۷, چهارشنبهد آلمان د هامبورګ ښار د آسکلېپسيوس روغتون ډاکترانو د دولس کالو څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو له پاره په سر د توپ وهلو پر تريننګ د بنديز غوښتنه کړې ده.
دغو ډاکترانو چې د اعصابو، پزې، ستوني او غوږونو کارپوهان او همداراز د کوچنيانو جراحان پکې شامل دي، د آلمان د فوټبال پر اتحاديې انتقاد وکړ چې د عمر مطابق يوازې بېل مقررات يې وضع کړي دي. خو د ياد روغتون يوه وياند وويل چې »د کلينيک کارپوهان په دې سره همنظره دي چې په سر د توپ وهلو ښکاره ممنوعيت يې د مسئوليت منلو اصلي بڼه ده.«
د آلمان د فوټبال ملي لوبډلې ډاکتر او د فوټبال د اتحاديې د طبي کمېسيون مشر، ټيم ماير، د جنورۍ مياشتې په پای کې له دغه ډول بنديزونو څخه خبرداری ورکړی وو. ماير ويلي وو چې »په سر د توپ وهل په عادي صورت کومه د لمس وړ طبي ناروغي له ځانه سره نه لري.«
د هغه په خبره »ډېر وخت توپ مغزو ته ټکان نه ورکوي، بلکې د حريف له سر يا اوږې يا د ګول د ميلې يا له ځمکې سره جنګېدل يې باعث ګرځي.«
د آلمان د فوټبال اتحاديه د ماشومو او ځوانو لوبغاړو په تريننګ کې د سپکو توپونو د استعمال توصيه کوي، چې ځينې يې سپنجي دي او همداراز په سر د توپ وهلو لږ تمرينونه يې هم وړانديز کړي دي.
له بلې خوا د لوبو ميدان او ګولونه يا دروازې هم د ماشومانو له پاره کوچنۍ وي چې هدف يې د توپونو ټيټ ساتل دي څو ماشومان اړ نه شي توپ په خپلو سرونو سره ووهي.
د هامبورګ ښار د اسکلېپيوس روغتون ډاکترانو د آلمان د فوټبال پر اتحاديې اوس غږ کړی دی چې سمدلاسه دې په سر د توپ وهلو پر ضد دريځ خپل او تر دولس کلنۍ کښته ماشومانو له پاره دغه ډول تريننګ وځنډوي.
د ياد روغتون سرطبيب، مارکووس کېمپر وويل »دا چې پر تصادف تکيه وکړو او هيله ولرو چې دغه ستونزه به په کوچنيو ميدانونو کې د لوبې د ډول په بدلولو سره پخپله حل شي، د ماشومانو د اوږمهالې روغتيا له پاره کافي خوندي نه ګڼو.«
يوې سکاټلنډۍ څېړنې په ۲۰۱۹م کال کې د فوټبالرانو له پاره د حافظې په کمزورۍ او الزهايمر ناروغۍ د اخته کېدو او مړ کېدو لوړ خطر او ګواښ تشخيص کړی وو.
دا پوښتنه چې آيا په سر د توپ وهل د مغزو سخت ټکانونه رامنځ ته کولی شي، که نه، تر اوسه لا ځوابه پاته ده. په انګلستان، سکاټلنډ او شمالي ايرلنډ کې له۲۰۲۰م کال راهيسې له دولس کالو د لږ عمرلرونکو ماشومانو له پاره په سر د توپ پر وهلو بنديز لګول شوی دی. په امريکا متحده آيالاتو کې تر لس کلنۍ کښته ماشومان په سر د توپ وهلو اجازه نه لري.