1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

«په سوریه کي اسلامپالي د افغانستان له طالبانو سره توپیر لري»

ګل غوټۍ پوپل |کاتولیکي خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۲۶, دوشنبه

د منځني ختیځ کارپوه ویلاند کارستن په سوریه کي د نوي مشرتابه په هکله خوشبین دی او له دې څخه بیره نه لري چی سوریه به په دوهم افغانستان تبدیل سي.

https://p.dw.com/p/4oBGm
«په سوریه کي اسلامپالي د افغانستان له طالبانو سره توپیر لري»
«په سوریه کي اسلامپالي د افغانستان له طالبانو سره توپیر لري»انځور: Aaref Watad/AFP

کارستن د سوریې هغي سیمې ته په کتو سره چي له ډېره وخت راهیسي پکښې هیئت تحریر شام ډلې واک لاره، د آلمان د فرانکفورتر الگیماینر څایتونگ ته د دوشنبې په ورځ ( ۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۱۶) وویل: "په هغه افراطیت سره چي طالبان  په افغانستان کي راښکاره سول، د حکومتدارۍ له هغه ډول سره نه پرتله کیږي چي له مخې یې ادلیب اداره کیږي. که څه هم ادلیب یو لیبرال حکومت او هیڅ ډیموکراسي نه لري، خو بیا یې هم داسي حکومت درلود چي اولسي مقامت یې له پامه ونه غورځاوه، بلکي هغه ته یې جواب ورکړ."

د سوریې  د سولې پروسې په اړه په ملگرو ملتونو کي دغه پخوانی مشاور زیاتوي: "د مثال په ډول تیر کال، د ادلیب حکومت غوښتل داسي یو اخلاقي قانون تصویب کړي، چي له مخې به یې په عامه ځایونو کي جنسیتي جلاوالی راغلی وای، خو د هغه په وړاندي مقاومت رامنځته سو او هغه تصویب نه سو. که موږ په هوښیارۍ سره نظر واچوو، په ادلیب کي ډېر داسي ښځې  وینو چي کار کوي، په عامه ژوندانه کي برخه اخلي او په رسټورانتونو کي کښیني. دا حالت له طالبانو سره په هیڅ ډول نه سي مقایسه کیدای. "

د هیئت تحریر شام ډلې مشر، ابو محمد الجولاني ته په کتو سره نوموړی کارپوه زیاتوي، "نوموړي د خپل راديکال ماضي سره سره تر اوسه پوري، هم په بهر او هم په دننه کي په متفکرانه ډول او هوښیارۍ سره چلند کړی دی. "هغه په دې باور دی چي" الجولاني د قدرت د جوړښتونو په پرتله د خالصو اسلامي لارښوونو د خپراوي په اړه کمه اندېښنه لري. او سوریه د ډیرو مذهبي اقلیتونو او کردانو عناصرو په لرلو سره دلته د لوبې یو ځانګړی ډګر دی."

 د نوموړي کارپوه په وینا، په هرصورت "له لوړو او ژورو سره سره له پیړیو راهیسي داسي یو پخوانی تاریخ موجود دي چي مذهبونه یوځای سره ژوند کوي، په سوريه کې د یووالي یو قوي دود موجود دی."

وایلند د سوریې په اړه په آلمان کي اوسنۍ مناظره "شیزوفرینک" وبلله: "له یوې خوا موږ د اخراج په هکله بحث پیل کوو، له بلې خوا، دا بیره لرو چي سورییان  به موږ له روغتیايي سیسټم سره یوازې پریږدي. دا کار ډېر سوریایان ناآرامه کړي دي."

له روغتیايي زده کړو د پاتې شویو افغان مېرمنو ناهیلي

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.