کرونا: امستردام بې له سيالانيانو داسې ښکاري!
د هالند په امستردام ښار کې له کلونو راهيسې د سیالانيانو سخت ازدحام وو. خو د کرونا بحران اوس دغه حالت بدل کړی دی. په دې انځورونو کې لیدلی شئ چې بې له سياحانو د هالند مشهور ځایونه څرنګه ښکاري.
د ريل تش تم ځايونه
د کرونا ويروس د بحران له وجې د امستردام مرکزي ريل سټيشن تش دی. د ريلونو دا تمځای به په سیالانيانو او مختلفو ښارونو ته په سفر کوونکي ډک وو. خو اوس د ايستر اختر په رخصتيو کې هم چا له دې ځایه سفر ونه کړای شو.
د نندارې له پاره څوک نه شته
د هر کال په څېر په سږني پسرلي کې هم د غاټولو ګلانو غوټې سپړلي دي. د هالند د غاټولو فيستوال چې له ټولې نړۍ څخه یې ليدو ته ډېر شمير سیالانيان ورځي، سږ کال نه ترسره کيږي. د ښار په شمال کې د سيند پر غاړه ولاړ غاټول هم ډېر نندارچيان نه لري.
کوترو ته ميدان وزګار دی
د ډام په نامه دا ميدان چې تل له سيالانيانو ډک وي اوس کوترو ته وزګار شوی خو بل لوري ته دغه کوترې د انسانانو د نه شتون له کبله د خوړو له کمښت سره مخ دي.
هر لوري ته چوپتيا خبره ده
د امستردام ښار نهرونه چې له کښتيو به ډک ول او سيالانيانو او ځای خلکو به پکښې د ښار ننداره کوله، اوس تش پراته دي. د سرغړونې په صورت کې د کښتۍ چلوونکي بايد ۳۹۰ يورو جريمه ورکړي.
د چرسو ذخيره کول
هالند د چرسو د پیر او پلور په برخه کې د قيوداتو د نه شتون له کبله په ټوله نړۍ کې شهرت لري او سيالانيان د امستردام د کافي خانو پر لور درومي. خو اوسمهال په هېواد کې د ښوونځيو او وړکتونو په شان ټول هوټلونه او ميلمستونونه تړل شوي دي چې کافي شاپونه هم پکې شامل دي. د محدوديتونو تر اعلان وروسته په ډيرو ځایونو کې خلکو د چرسو د رانيولو او ذخیره کولو له پاره پلورنځایونو ته مخه کړې وه.
د سرو څراغونو پر ځای سرې پردې ځړيدلي
د امستردام د سيکس بازار په مشهوره جاده کې هم چوپتيا حاکمه ده. اوس دلته د مشتريانو د راجلبولو له پاره سره څراغونه نه دي روښانه، بلکې د کوټو کړکۍ په سرو پردو پوښل شوي دي.
د سودا خيستو پر وخت محدوديتونه
د خوراکي توکو مغازې که څه هم چې پرانيستي دي خو سړی پکې بايد ډير محدوديتونه مراعت کړي. څو اوونۍ تر مخه د ټولنیز ليروالي د مقرراتو د اعلان پر وخت خلکو پر مغازو هجوم ور ووړ او خوراکي او نور توکي یې ذخيره کړل. هغه وخت د هالند چارواکو د خلکو له خوا د تشناب کاغذ د ذخيره کولو پر وخت ويلي چې هېواد یې د لسو کلونو له پاره تشناب کاغذ لري.
ملکه مکسیما او رستورانتونه
د نړۍ د يو شمير هيوادونو په څير په هالند کې هم رستورانتونه د سخت مالي زيان سره مخامخ دي. ملکې مکسيما په دې وروستيو کې د ځينو رستورانتونو له مالکانو او صنفي اتحاديو له غړيو سره وکتل. د شاهي ماڼۍ له خوا ويل شوی چې د مرستې يو شمير لنډ او اوږد مهاله پلانونه پر لاره اچول شوي.
تش ميوزيمونه
امستردام نه یوازې په پارټي ګانو او محفلونو سره شهرت لري، بلکې کلتوري پروګرامونه او ځایونه یې هم ډير مشهور دي: د فان ګوخ ميوزيم، انه فرانک هاوس، ريګس ميوزيم او کيوکنهوف سيالانيانو او ځاي اوسيدونکي د ورځې له خوا او تياتر او کنسترتونه د ماښام له خوا ځانته جلبوي. خو اوس دغه ټول ځایونه خالي دي.
له خلکو (کابو) خالي ريلونه
د هغو له پاره چې پر کرونا سربيره هم بايد کارونه ته ولاړ شي د سيالانيانو نه شتون يوه څه ښه اغیز هم لري: دلته ریلونه او بسونه هيڅلکه دومره تش نه ول. خو د سيالانيانو د نه شتون اقتصادي اغیزو ته کتو سره ډيری هالنديان ښايي د سيالانيانو ورتګ ته سترګې په لار وي.