کرونا اوس ۶۴ هيوادونو ته رسيدلې؛ په کوم هيواد کې پرې څه شمير کسان اخته او مړه شوي؟
د خوراک نړيوال سازمان د تازه ارقامو له مخې په ټوله نړۍ کې څه د پاسه ۸۶۰۰۰ انسانان په کرونا ويروس اخته سوي دي. دا چې په کوم هيواد کې په څه شمير کسان اخته او څه شمير تلف شوي دي، په دغه انځوريز رپوټ کې يې وګورئ!
چين
په چين کې پر کرونا ويروس د ابتلا ۷۹۸۲۴ پيښې ثبت شوي، چې له دې ډلې یې ۲۸۷۰ تنه ناروغان مړه شوي دي.
جنوبي کوريا
د مبتلایانو شمير ۳۵۲۶ دی چې له دې ډلې ۱۷ کسان يې مړه شوي دي.
ايټاليا
د مبتلايانو شمير ۱۱۲۸ دی چې دې ډلې ۲۹ کسان يې مړه شوي دي.
جاپان
د مبتلايانو شمیر ۹۴۷ چې له دې ډلې ۱۲ يې مړه شوي دي. په دغو مبتلايانو کې ۷۰۵ تنه يې د يوې کروز کشتۍ دي.
ايران
د مبتلايانو شمير ۵۹۳ چې له دې ډلې ۴۳ تنه يې مړه شوي دي.
فرانسه
په فرانسه کې ټولټال ۱۰۰ کسان په کرونا ويروس اخته سوي چې ۲ تنه يې مړه شوي دي.
آلمان
په آلمان کې ۶۶ کسان پر کرونا ويروس اخته شوي، تلفات نه لري.
د امريکا متحده ايالات
د مبتلا شوو کسانو شمير۶۲ دی چې له دې ډلې يو تن يې مړ شوی دی.
سنګاپور
په سنګاپور کې ۱۰۲ تنه پر کرونا ويروس اخته شوي، تلفات نه لري.
تايلند
په ټايلند کې ۴۲ کسان پر کرونا ويروس اخته شوي چې له دې ډلې څخه يو يې مړ شوی دی.
تايوان
په تايوان کې پر کرونا ويروس ۳۹ کسان اخته شوي چې له دې ډلې يو تن يې مړ شوی دی.
هانک کانګ
په هانګ کانک کې ۹۴ کسان په کرونا ويروس اخته شوي چې ۲ تنه يې مړه شوي دي.
بريتانيا
په بريتانيا کې تر اوسه ۲۳ تنه پر کرونا ويروس اخته شوي چې یو تن يې مړ شوی دی.
فليپين
په فليپين کې۳ کسان پر کرونا ويروس اخته شوي چې يو يې مړ شوی دی.
کاناډا
د مبتلايانو شمير ۲۰ تنه دی، تلفات نه لري.
عراق
د مبتلایانو شمير ۱۳ تنه دی، تلفات نه لري.
اسټراليا
د مبتلايانو شمير ۲۳ تنه دی، تلفات نه لري.
ماليزا، بحرين، عربي متحده امارات او ويتنام
په ماليزیا کې ۲۴، بحرین کې ۲۸، متحده عربي اماراتو کې ۱۹ او په ويتنام کې ۱۶ تنه په کرونا ويروس اخته شوي، تلفات نه لري.
کويټ، مکائو او هسپانيا
په کويټ کې ۴۵، مکائو کې ۱۰ او په هسپانيا کې ۴۶ کسان په کرونا ويروس اخته شوي، تلفات نه لري.
سويډن، لبنان، يونان او هالند
په سويډن کې د کرونا ويروس ۱۳ پیښې او په لبنان، يونان او هالند کې اوه اوه پيښې ثبت شوي، تلفات نه لري.
سويس، کروشيا، عمان، اطريش او اسرائيل
په سويس کې ۱۰ کسان، کروشيا او عمان کې شپږ شپږ کسان او اطريش او اسرائيل کې پنځه پنخه کسان په کرونا ويروس اخته شوي، تلفات نه لري.
روسيه، مکسيکو، پاکستان، فنلند، هند او رومانيا
په روسيه کې ۵ کسان، مکسيکو او پاکستان کې ۴/۴ او په فنلند، هند او رومانيا کې ۳/۳ کسان په کرونا ويروس اخته شوي، تلفات نه لري.
برازيل، ډنمارک او ګرجستان
په دغو درو هيوادونو هر يوه کې دوه دوه کسان په کرونا ويروس اخته شوي، تلفات نه لري.
۲۱ هغه هيوادونه چې د کرونا ويروس يوازې يوه يوه پيښه په کې ثبت شوې ده
دغه هيوادونه دي: افغانستان، سريلانکا، قطر، شمالي مقدونيه، نايجريا، نوی زيلاند، نيپال، موناکو، ليتوانيا، ايرلند، ايستونيا، مصر، ايکوادور، کمبوچيا، بلجيم، سپینه روسیه، آذربايجان، ارمنستان، الجزایر او سن مانيرو دي. تلفات نه لري. دغه ارقام د ۲۰۲۰م کال د مارچ مياشتې د لومړۍ دي چې د تغييراتو امکان په کې لیدل کيږي.