کرونا د سېلانيانو دغه مراکز خالي کړي دي ـ انځوريز البوم
د کرونا له کبله په ډيرو هيوادونو کي پر بهر راوتلو او پر سفر او تګ راتګ محدوديتونو د سېلانيانو زيات مراکز د صحرا په شان خاموش کړي دي. له کرونا څخه زياتې اغېزمنې سوي د سېلانيانو سيمي دلته وپېژنئ:
بيده سوی اېټالوی ښار
په اروپا کي له کرونا په تر ټولو اغېزمن سوي هيواد ايټاليا کي نژدې ټولي سيمي قرانطين دي. دلته دوکانونه، موزيمونه او طبيعي ټول ځايونه بند او د سېلانيانو محبوبي سيمي له سېلانيانو خالي سوي دي. د روم ښار دغه مشهور د پېټر چوک هم بند او خالي دی.
د ميلان ښار خالي سوی
د ايټاليې په شمال کي واقع ميلان ښار په کوڅو او بازارونو کي صرف د مرغيو سيلونه تر سترګو کيږي. د دغه ښار مشهوره کليسا خالي ولاړه ده. د دغه ښار خلک هم بېله کار، ډاکټر يا د غذايي او نورو حتمي توکو رانيولو له پاره نور له دباندي وتلو منع دي.
د مادريد خاموشي
هسپانيه له ايټاليې وروسته د اروپا دويم له کرونا زيات اغېزمن سوی هيواد دی. د بېلګي په توګه په مادريد کي د پلاڅا مايور دغه بوخته سيمه خالي ده. حال دا چي هر کال په مليونونو سېلانيان دغه سيمي ته راځي چيري چي تر ۳۰۰۰ زيات ريستورانتونه، بارونه او چاپخانې سته.
د ويانا د سانټ سټيفن کليسا
د اتريش وګړي هم نور د خپلي خوښي سره سم له خپلو کورونو بيرون نه سي راوتلای. د کرونا له کبله د مارچ مياشتي له ۱۸مې نېټي راهيسي ښوونځي، کالجونه او ريستورانتونه تړل سوي دي. د پلازمېني ويانا د ښار په دغه سمبول سانټ سټيفن کاتډرل کي بېله د عبادت کوونکو عبادتي مراسم ترسره کيږي.
په چيک جمهوريت کي محدوديتونه
د پلازمېنې پراګ سمبول د کارل پل د صحرا په شان خاموش دی. په چيک جمهوريت کي هم اضطراري حالت اعلان سوی او پکښي پرته د څو استنثناؤ پر ګرځېدو بنديز لګول سوی دی. د هوايي شرکتونو سربیره، د اوږد واټن بس او د اورګاډي خدمات هم بند سوي دي.
په فرانسه کي اضطراري حالت
د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون ويلي دي چي هيواد يې د کرونا پر ضد مبارزه کوي. د کورنيو چارو وزير پر ټول ولس په کور کي د پاته کېدو ږغ کړی دی. د آيفل برج او د لوور موزيم چي پاريس په مشهور دی، خالي دي.
له سېلانيانو خالي سوی برلين
د کرونا د ويري له کبله د آلمان له پلازمېني برلين څخه نژدې ټول سېلانيان بېرته خپلو کورونو ته ستانه سوي دي. دغه ښار د ګرځبنديز له اعلان څخه مخکي لا خالي سوی. د تياترونو او موزيمونو تر څنګ د پارلمان ودانۍ هم د سېلانيانو له پاره تړل سوې ده.
د براندنبورګ دروازه د خوب په حالت کي
د برلين په زړه کي د براندنبورګ دروازه د شرقي او غربي برلين د ويش او بيا يووالي سمبول ګڼل کيږي او ورباندي عموما د سېلانيانو خورا ګڼه ګوڼه وي. د کرونا له کبله د دغې دروازې داسي انځور اخيستل ممکن سوي چي پکښي د سېلانيانو ګڼه ګوڼه نسته او دغه دروازه په خوب بيده ښکاريږي.