کرونا ويروس او د مچو او لاس روغبړ ـ انځوريز راپور
د نوي کرونا ويروس له کبله په ټوله نړۍ کي زياتو انسانانو خپل د روغبړ کلتور ته تغير ورکړی دی. د روغتيا کارپوهان هم د روغبړ پر وخت د احتياطي تدابيرو سپارښتنه کوي. دلته د روغبړ بديل ځيني وړانديزونه پېژندلای سئ:
د لاس ورکولو روغبړ
د لاس روغبړ د نړۍ په نژدې ټولو سيمو او کلتورونو کي دود دی. خو د روغتيا کارپوهان وايي چي د ناروغيو د انتقال د مخنيوي له پاره بايد له لاس ورکولو څخه ډډه وسي. د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر ښايي پر همدغه مشوره عمل کاوه کله چي يې د آلمان لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل ته له لاس ورکولو څخه انکار وکړ. له دې مخکي چي مېرکل کښيني دواړو سره وخندل.
مچه پر کيڼ اړخ، مچه پر ښی اړخ
د فرانسې حکومت خپلو وګړو ته د روغبړ پر وخت له مچولو څخه د صرف نظر کولو وړانديز کړی دی. خو د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون پخپله پر دغه وړانديز عمل ونه کړ. نوموړي په نيپال کي د يوې سرمشريزي پر وخت د اېټاليا د لومړي وزير جيوزېپه کونتي سره د مچو روغبړ وکړ. خو نوموړي په سمبوليکه توګه دا هم وښودل چي له کرونا ويروس سره مخامخ هيواد اېټاليا سره په تماس کي هيڅ اندېښنه نه لري.
راکه پنجه! (High five)
په هوا کي د لاسونه جنګول د متحده ايالاتو دننه د باسکټبال او بېسبال د لوبو پر وخت يو مهم کلتور بلل کيږي. خو ښه خبر دا دی چي دغه د لاسونو جنګول چي ورته امريکايان ((High five)) وايي د لاس د روغبړ په پرتله ۵۰ سلنه کم د ناروغيو د انتقال سبب ګرځي. خو دا دا معنا نه لري چي «راکه پنجه!» د کرونا ويروس د خپرېدو په وخت کي هيڅ خطر نه لري.
سوک په سوک
د سوک په سوک جنګولو روغبړ چي په انګرېزي کي ورته (Fist bump) ويل کيږي، په زياته د ورزشکارانو تر منځ د ستړې مسي محبوبه طرز دی. لکه په دغه انځور کي چي د متحده ايالاتو پخوانی ولسمشر باراک اوباما د چاپيريال ساتنې د فعالې ګرېتا تنبېرګ سره د سوک په سوک ستړې مسې کوي. دغه طرز ستړې مسې نه يوازي جانانه معلوميږي، بلکي د لاس د روغبړ په پرتله ۹۰ سلنه کم د مکروب د انتقال سبب ګرځي.
د غېږي روغبړ
د غيږي ستړې مسې د مکروبونو د انتقال سبب ګرځي. خو کارپوهان وايي چي د هغه انسان سره د غېږي روغبړ چي ورباندي ګران وي، د بدن د روغتیايي نظام د پياوړي کېدو لامل ګرځي. په ځينو مواردو کي دغه طرز روغبړ حتی د دپلوماتيکو اړيکو د بهتره کولو سبب ګرځي، لکه په دغه انځور کي چي د سويلي کوريا ولسمشر مون جې اين د شمالي کوري د واکمن کيم جوګ اون سره په ۲۰۱۸م کال داسي روغبړ وکړ.
پر اوږه ټکول
د آسټراليا د نوي ساوت وېلز د روغتيا وزير برېډ هزرډ خپلو هيوادوالو ته وړانديز کړی دی چي د ستړې مسي پر وخت دي يو بل پر اوږه ټکوي. په خپل لاس د يو چا اوږه ټکول په زیاتو کلتورونو کي د شاباسي يا افرين ويلو معنی ورکوي او په رشتيا هم ورڅخه د مکروبونو د انتقال اندېښنه ډېره کمه ده. خو دغه ډول ستړې مسې ښايي ځيني کسان د ځان له پاره سپکاوی يا تحقير وگڼي.
د لاس ښورول
د ۲۰۰۹م کال په دغه انځور کي د بريتانيا ملکه اليزابېت او د هغې سړی شهزاده فيليپ د بېکنګهم په ماڼۍ کي ښودل کيږي چي له خپلو وګړو سره د لاس ښورولو له لاري ستړې مسې کوي. دغه ډول روغبړ د ۱۸مې مېلادي پېړۍ راهيسي د شاهي کورنيو له خوا باب کړل سوی چي نه يې غوښتل د چا سره له نژدې ستړې مسي وکړي. په رشتيا هم واټن ساتل د ناروغيو د انتقال مخه نيولای سي.
مټ پر ورغوي
د کرونا ويروس خپرېدنه له چين هيواد څخه پېل سوه. دغه هيواد خپلو وګړو ته د ګوانګ شو په نوم د روغبړ د هغه طرز سپارښتنه کوي چي په ترڅ کي يې څوک پر کين خلاص ورغوي د ښې لاس سوک مښلوي. لکه ايکټرې ميا موقي چي په دغه انځور کي د کان د ۲۰۱۸م کال په فلمي مېله کي ياد روغبړ نندارې ته وړاندي کړی.
نمستې
په هندو او بودايي اديانو کي د مښلولو لاسونو په مرسته د روغبړ دود ډېر زوړ دی. دا ډول روغبړ هم د ناروغيو او مکروبونو د نه انتقال له کبله په زياته په زیاتو آسيايي هيوادونو کي يو بديل بلل کيږي.
جاپانۍ کږېدنه
په جاپان کي د ستړې مسي او سلام عليک په ترڅ کي ستړې مسې کوونکي يو بل ته خم يا کږيږي. دغه ډول ستړې مسې د احترام او خاکسارۍ نخښه هم بلل کيږي او دا چي په ترڅ کي يې د روغبړ کوونکو تر منځ واټن پاته وي، نو د ناروغيو د انتقال سبب هم نه کيږي.
د پښو جنګول
په چين کي ثبت سوې تازه ويډيوګانې ښيي چي زيات کسان يو د بل سره د پښو د جنګولو په مرسته روغبړ کوي. د روغبړ دا نوی طرز د لاس د روغبړ په پرته کم يا هيڅ د مکروبونو او ناروغيو د انتقال سبب ګرځي.
مسکا
د لاس د روغبړ او د روغبړ د نورو هغو طرزونو پر ځای چي بدن د بدن سره تماس نيسي، يو بديل طرز د مسکا په مرسته ستړې مسې ده. په دې ترڅ کي روغبړ کوونکي يو بل ته په مهربانۍ ګوري او ورته مسکا کوي او ورته وايي: سلام.