کرونا ویروس: په خوست کې لسګونه زندانیان آزاد شوي
په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپریدو سره، چارواکو په دې ویروس د زندانیانو د اخته کیدو د مخنیوي په موخه په لسګونه کسان له بنده آزاد کړي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په زندانونو کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي له پاره په یوه فرمان کې د زرو زندانیانو د خلاصون امر کړي. دغه کسان د همدې فرمان له مخې د خوست له زندان څخه آزاد شوي.
د خوست له محبس څخه په لومړۍ جوپه کې ۳۲ بندیان آزاد شول او ټاکل شوې ده چې دا بهیر څو ورځې دوام وکړي او لسګونه نور بندیان هم آزاد شي.
چارواکو ویلي چې آزادو شویو بندیانو یوازې جنايي جرمونه ترسره کړي ول. په دغو کسانو کې د پاخه او کم عمر بندیان او ښځینه بندیانې شاملې دي.
چارواکي وايي چې په لسو ورځو کې باید نورې دوسیې هم وڅیړي چې نور هغه کسان هم په ګوته شي چې د آزادیدو شرایط پوره کوي.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه ځانګړي فرمان له مخې به په راتلوونکو لسو ورځو د هېواد له زندانونو څخه ۱۰۰۰ بندیان د کرونا ناروغۍ له ویرې آزاد شي.
انځورونه
1 | 5انځورونه