کرونا ویروس؛ په هرات کې د میکروب ضد تولیداتو کې ډیرښت راغلی
په هرات ولایت کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر زیاتیدو وروسته، د دغه ښار په صنعتي ښارګوټي کې د دارو درملو یوه شرکت د خپلو میکروب ضد تولیداتو کچه تر۹۰ سلنه لوړه کړې ده.
د شرکت مسئول
د اویسن فارما، شرکت مسوول عبدالکریم شیرزادي، وایي چې د دوی د شرکت میکروب ضد تولیدات د افغانستان اکثرو ولایتونو ته صادریږي.
د اویسن فارما شرکت
د اویسن فارما، په نوم د دارو درملو جوړونکي شرکت مسئول، وایي چې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر په زیاتیدو سره یې د لاسونو پریمنځلو د مایع په شمول د کور، ماشینونو، الیکترونیکي لوازمو او د ودانۍ د مختلفو سطحو له پاره د عفونیت ضد موادو تولید کې ډیرښت راوستی دی.
با کيفيته خدمات
د دغه شرکت کارکوونکي وایي چې ټولې هڅې یې دا دي چې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په برخه کې باکیفیته صحي خدمات وړاندې کړي.
د کورني معیشت برابرول او موثره کار
د اویسن فارما، شرکت کارکوونکي په دې خوښي ښيې چې د خپلو کورنیو د معیشت د برابرولو ترڅنګ کولی شي د خلکو له پاره مؤثره کار وکړي.
د مبتلايانو شمير مخ په لوړيدو دی
په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر مخ پر لوړیدو دی. د روغتیا نړیوال سازمان د مارچ میاشتې د اتمې د معلوماتو له مخې په دغه هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۴۴۴ تنو ته رسیدلی دی. ورځ تربلې د دغه شمیر زیاتیدو خلک هم اندیښمن کړي دي.
تر يونيم ميليون ډير مبتلایان
کروناس ویروس تر اوسه په ټوله نړۍ کې د زرونو کسانو ژوند اخیستی دی او په ویروس اخته کسانو شمیر تر یو نیم میلیون اوښتی دی. که څه هم تر اوسه په ډیرو هیوادونو کې په چټکۍ سره د دغه ویروس له پاره د واکیسنو پر جوړولو کار روان دی، خو بازار ته د هغې رواتل ښایي څو میاشتې دوام وکړي.
نورو ولايتونو د عفونت ضد موادو ليږد
د اویسن فارما، شرکت مسوول عبدالکریم شیرزادي، وایي چې د دوی د شرکت میکروب ضد تولیدات د افغانستان اکثرو ولایتونو ته صادریږي.