کرونا ویروس؛ په کندهار ښار کې ورځنی ژوند
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د تیرو اوونیو په پرتله په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو دی، په ځینې ښارونو لکه کندهار کې لګیدلي محدودیتونه پر کمیدو دي او خلک هم دغې ناروغۍ ته جدي پاملرنه نه کوي.
که څه هم د کندهارښار پر اکثرو دېوالونو د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لاري چاري شعاري انځور سوي دي، مګر بیاهم خلک کرونا ناروغۍ ته هغسي پام نه کوي لکه څنګه، چي ورته په کار دی.
کندهار ښار د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه د مازیګر له ۴ بجو څخه بیا د سهار تر پنځو بجو پوري تړل کیږي، خو دوکانداران وايي، دغه وخت يې د سودا پلورولو دی.
یو موچي، صدیق الله وایی چې په تیرو کلنو کي به دامهال کارونه پر ډېر وه، خو اوس يې په ټوله ورځ دوې جوړې څپلۍ ګنډلي دي.
مازیګر د قرنطین پرمهال له ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو څخه تنکي ځوانان د ښار په بیلا بیلو برخو کي تازه توت یوه پياله په ۵۰ افغانۍ خرڅوي، چي په وینا يې کار يې پر جوړ دی.
پولیس وايي چې په سره ګرمۍ او فرضه روژه کي د خلکو خدمت کوي، خو خلک بیا وايي چې په روژه کي امنیتي پيښي زیاتي سوي دي.
د کندهار ښار په زړه کي شهیدانو چوک ته نژدې رکشا او ټیکسي چلوونکي وايي، قرنطین يې خوارۍ درولي دي.
کندهارۍ خولۍ (رخچیني)، کندهارۍ صدرۍ اوخ امکي غاړي په افغانستان او ځينو گاونډيو هيوادونو کې شهرت لري، خو هغه میرمني، چي دغه لاسي کارونه کوي، د مناسب بازار نستوالی لویه ستونزی ګڼي.
د څپلیو پلورونکي دوکان مخې ته هم مشتریان لیدل کیږي. د ښار په مختلفو برخو کي د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي له پاره په پام کې نیول شوې سپارښتنې نه مراعاتيږي.
د روژې، کرونا او قرنطین له امله په کندهار کي د خوراکي او غیري خوراکي توکو بیې اسمان ته ختلي دي. د مثال په ډول د غوړو یوه ۱۰ کیلويي ډبه ترمخه په ۷۰۰ افغانۍ وه، خو اوس يې بيه ۱۱ سوو افغانیو ته لوړه سوې ده.
هره ورځ په کندهار کي نژدې ۴۶ زره ډوډۍ د ښار په بیلا بیلو ناحیو کي وېشل کیږي، خو اکثره غریبان وایی، دغه ډوډۍ دوی ته نه رسیږي. دوی د ډوډۍ د کیفیت څخه هم ناخوښه دي، خو ښاروالۍ ریاست وايي، هره ورځ يې د څارني ډله نظارت کوي.
هر وخت، په روژه کي بیا په خاص ډول د کندهاریانو دسترخوان په وطني شنو سبزیجاتو ښایسته وي.
کندهارۍ الوچه ډیر شهرت لري او ډاکټران وايي چي د بدن د دفاعي سيستم له پاره ويټامين سي ډيره اړينه ده.
کندهاریان د روژه مات پرمهال جلبۍ او نوري خوږې میوې له چایو سره په خوند خوري.
کندهارۍ کلچې هم لکه کندهارۍ جلبۍ د روژه مات ترڅنګ د اختر په ورځو کي ډیري خوړل کیږي.
که څه هم کوچني اختر ته لا یوڅو ورځي پاته دي، خو د کندهار ښار د اکثرو دوکانونو مخ ته د اختر رنګا رنګ میوې خرڅیږي. ترمخه دغه اختریزي میوې له پاکستان څخه راوړل کیدلې، خو اوس دغه میوې په کندهارکي چمتو کیږي، چي له دې ځایه پر زابل، هلمند، روزګان او هلمند ولایتونو سربیره فراه او نیمروز ولایتونو ته صادریږي.