کروناو ویروس په کومو هیوادونو کې خلک وژلي او پرې اخته شوي
د کرونا ویروس د نوې بڼي «کوویډ-۱۹» له کبله په تر۴۰ زیاتو هیوادونو کې تر۸۰ زرو زیات کسان اغیزمن شوي دي. په دې هکله ځینې ارقام دلته لوستلی شئ.
چین
په چین کې تر اوسه په دغه ویروس ۷۸۴۹۷ کسان اخته شوي او د دغه ویروس له کبله د وژل شوو کسانو شمیر ۲۷۴۴ تنو ته رسیدلی دی. تر ټولو زیاتې پيښې د چین په هوبایي ولایت کې دي.
سویلي کوریا
په سویلي کوریا کې په دغه ویروس د اخته شوو کسانو شمیر ۱۵۹۵ کسانو ته رسیدلی او د کرونا ویروس له کبله ۱۳ تنه مړه شوي دي. سویلي کوریا د دغه ویروس د چټک خپریدو له کبله سخت بیړني اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.
جاپان
په جاپان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۸۹۴ تنو ته رسیدلی چې په دې کې ۷۰۵ هغه کسان هم شامل دي چې جاپان ته په یوې سترې سیاحتي بیړۍ کې روان ول. د ویروس له کبله د وژل شوو کسانو شمیر اتو تنو ته رسیدلی دی.
ایټالیا
په ایټالیا کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیر ۴۴۷ کسانو ته رسیدلی دی او ۱۲ تنه مړه شوي دي. د ایټاليا حکومت د دغه هیواد په شمال کې د اغیزمنو شویو کلیو کابو ۵۰ زره کسانو ته په خپلو کورونو کې د پاتیدو سپارښتنه کړې ده.
ایران
په ایران کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیر ۱۴۱ تنو ته رسیدلی او ۲۲ کسانو د دغه ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. تر ټولو زیات د قم ښار اغیزمن شوی دی.
ہانگ کانگ، سنگاپور، تایلنډ او تایوان
په هانګ کې ۸۱ کسانو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی او دوه تنه مړه شوي دي. په تایلنډ کې بیا په کرونا ویروس ۴۰ تنه اخته شوي او په تایوان کې بیا په دغه ویروس د اخته شوو کسانو شمیر ۳۲ تنه دی. په تایوان کې یو تن د دغه ویروس له کبله مړ شوی هم دی.
امریکا متحده ایالات او کاناډا
په امریکا متحده ایالاتو کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیر۶۰ ته رسیدلی دی. پر دې سربیره په چین کې یو امریکایي تبعه د دغه ویروس له کبله مړ شوی دی. په کاناډا کې په دغه ویروس ۱۲ تنه اخته شوي دي.
آسترالیا، مالیزیا، ویتنام او فلیپین
په آسترالیا کې ۲۳، په مالیزیا کې ۲۲ او په ویتنام کې ۱۶ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي. په فلیپین کې په ویروس درې تنه اخته شوي او یو مړ شوی دی.
آلمان، فرانسه، بریتانیا او هسپانیا
په دغو اروپایي هیوادونو کې په فرانسه کې د کرونا ویروس له کبله دوه تنه مړه شوي او ۱۷ پرې اخته شوي دي. په آلمان کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیر ۱۷ او په بریتانیا کې ۱۳ تنو ته رسیدلی دی. په هسپانیا کې هم د کرونا ۱۰ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.
پاکستان، متحده عربي آمارات، کویت، عراق، هند او روسیه
په متحده عربي آماراتو کې ۱۳، په کویت کې ۱۸، عراق کې شپږ، هند کې درې او په روسیه کې پنځه تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي. په پاکستان کې هم د کرونا ویروس دوې مثبتې پيښې ثبت شوي دي.
د افغانستان په گډون هغه هیوادونه چې د کرونا ویروس وررسیدلی
د هغو هیوادونو په ډله کې چې لږ تر لږه پکې یو تن په کرونا ویروس اخته شوی د افغانستان په گډون اسرائیل، لبنان، بیلجیم، نیپال، سریلانکا، سویډن، کمبودیا، فنلنډ، مصر، الجزایر، سویس، عمان، کروشیا، برازیل او ګرجستان هیوادونه شامل دي.