1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرېکټ؛ افغان لوبډلې زمباوې ته د ۲۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۴۰۳ آذر ۲۹, پنجشنبه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د زمبابوې لوبډلې ته د ۲۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او روانې لوبلړۍ کې یې یو صفر ته مخته شوه.

https://p.dw.com/p/4oN8q
کرېکټ؛ افغان لوبډلې زمباوې ته د ۲۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه
کرېکټ؛ افغان لوبډلې زمباوې ته د ۲۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړهانځور: RANDY BROOKS/AFP

د  افغانستان  د کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د زمبابوې لوبډلې ته د ۲۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او روانې لوبلړۍ کې یې یو صفر ته مخته شوه.

زمبابوې د ټاس تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغان لوبډلې د صدیق اتل د چټکې سلیزې او د عبدالمالک په نیمه سلیزې سره وکولی شول، چې سیالې لوبډلې ته په ۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره د ۲۸۶ منډو هدف وټاکي. دا په نړیوال  کریکټ  کې د صدیق اتل لومړۍ سلیزه وه.

کرېکټ؛ افغان لوبډلې زمباوې ته د ۲۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه
کرېکټ؛ افغان لوبډلې زمباوې ته د ۲۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړهانځور: RANDY BROOKS/AFP

په ځواب کې د زمبابوې ټول لوبغاړي د ۵۴ مجموعي منډو تر جوړولو وروسته د اتلسم اورو په پنځم توپ وسوځیدل او لوبه د افغانستان لوبډلې په خورا لوی توپیر سره وګتله.

په توپ اچونه کې له افغان لوري الله محمد غضنفر او نوید ځدران درې، درې لوبغاړي وسوځول. د زمبابوې او  افغانستان  ترمنځ د یو ورځینو درو لوبو، لومړۍ لوبه د باران له کبله بې پایله ختمه شوه.

د افغانستان د کریکټ راتلونکی څنګه دی؟

امید دیدار، د دویچه ویله خبریال
امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar