کلاسیکه نڅا، د ژوند په زړه پورې هنر
۲۷ کلنه آمنه مواز، د کلاسیک رقص له لارې په پاکستانۍ ټولنه کې د جنسیتي برابري او طبقاتي نظام پر ضد غږ پورته کوي. د هغې په نظر، نڅا یا رقص د هنر یو ښایسته شکل دی چې ټولنې ته رنگونه وربخښي. (لیکواله: بینش جاوید)
آمنه موزا له تیرو شپاړلسو کلونو کلاسیکه نڅا کوي. هغه وایي چې مور یې په کوچنیوالي کې د نڅا د زده کړې له پاره یوه ښوونځي کې شامله کړې وه. مور او پلار یې پر دې نه پوهیدل چې آمنه به له نڅا سره دومره لیوالتیا ولري. د آمنه په نظر د نڅا پرته اوس د خپل ژوند تصور نه شي کولای. هغه د دغې نڅا له لارې د پاکستان د باندې هم بیلا بیل ټولنیزې ستونزې راپورته کوي.
آمنه وایي چې پر مذهبي بنسټ پالنې باندې د ولاړو کلتوري پالیسیو له کبله زیاتره هنرمندان چې په کې نڅا کوونکي هم شامل دي په نورو هیوادونو کې پناه اخلي. د هغې به خبره په عمومي توگه کلتوري حبس دومره زیات شوی دی چې په ځینو سیمو کې په کورني محفلونو کې هم خلک د تندلارو د ویرې له کبله د نڅا محفلونه نه جوړوي.
د آمنه په خبره په پاکستان کې دولت د سیمه ایزوکلتورو، رواجونو او ښکلو هنرونو ته د درناوي او برابرۍ درجې ورکولو له پاره چمتو نه دي.
د آمنه په آند په ټولنیز ډول د اشرافیت او پلار واکمنۍ باندې د ولاړو دودونو له کبله په پاکستان کې نڅا یوازې تر «مجرو» پورې محدوده شوې ده او په وینا یې زیاتره نڅاگرې د جنسي تاوتریخوالي هدف گرځول کیږي.
د آمنه په آند نڅا په هیڅ ډول کوم معیوبه یا خراب عمل نه دی. هغه وایي چې له خپلې استازې اندومټها، چې په نړۍ کې د کلاسیک رقص له کبله پیژندل کیږي زده کړي دي چې د بدن هره برخه آن د قدرت دا ټول نظام په حرکت کې دی.
د کلاسیک نوموړې نڅا کوونکي د «عوامي ورکرز پارټي» نومي سیاسي گوند سره هم تړاو لري. د آمنه په خبره دغه گوند د طبقاتي نظام او جنسیتي جبر پر ضد غږ پورته کوي. په ۲۰۱۵م کال کې هغې د دغه گوند د کاندیدي په توگه په اسلام آباد کې د عیسوي مېشتې سیمه څخه په ټاکنو کې برخه هم اخیستې وه. که څه هم په ټاکنو کې بریالۍ شوې نه وه خو د پاکستان روڼ آندې کړیو دهغې دغه هڅه ستایلې وه.