کلنټن پر چین او روسیې نیوکي وکړي
۱۳۹۰ بهمن ۱۷, دوشنبهاعلان
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن، پر چین او روسیې نیوکي کړي دي. دغو دواړو هیوادونو د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کي د سوریې په وړاندي اعلامیه د خپل ویتو رایې په واسطه رد کړه.
کلنټن ویلي دي چي متحده ایالات به د بشارالاسد په وړاندي تحریمونه وضعه کړي. د کلنټن په خبره سوریه د یوي کورنۍ جگړي په لور روانه ده.