کله چي شپږ ميليونه کسان رخصتيو ته ځي
هغه څه چي په دې ورځو کي په چين کي تيريږي په سختۍ سره د تصور وړ دي. چينايان د خپلي ملي ورځي په وياړ يوه اوونۍ په رخصتيو کي تيروي. نژدې ۶۰۰ ميليونه کسان د سفر په حال کي دي. په دې اړه انځوريز راپور وگورئ:
چينايان د اکتور مياشتي له لومړۍ نيتې څخه د يوې اوونۍ له پاره د خپلي ملي ورځي په وياړ رخصت وي. د مائوتسه تونگ له خوا په ۱۹۴۹م کال کي د چين د خلق جمهوريت له تاسيس راهيسي چينايان د اکتور مياشتي لومړۍ ورځ خپلي ملي ورځ لمانځي.
د ملي ورځي په وياړ د چين د ښارونو بڼه بدلون مومي. کارخانې، توليدي مرکزونه او شرکتونه ټول د يوې اوونۍ له پاره رخصت وي.
چينايان په دغو ورځو کي سفرونه کوي او خپلي رخصتۍ په خوشحالۍ سره تيروي. پر لويو لارو سخت بيروبار وي.
سږکال د رخصتۍ په لومړۍ ورځ ۱۴ ميليونو چينايانو سفر وکړ. د چين د سراسري اورگاډي شرکت د مسافرو د انتقال له پاره ۵۰۰ اورگاډي ځانگړي کړي.
میپردازند. د رسمي معلوماتو له مخي د چين د وگړو نيمايي (۶۰۰ ميليونه) وگړو يوې او بلي خوا ته سفرونه پيل کړي.
سړی ويلای سي چي د چين د لويو ښارونو، لکه شانگهای او پکن اوسېدونکي نور ښارونو او د نورو دا دغو ښارونو ته تگ راتگ پيل کړی. په شانگهای کي د سيلانيانو انځور.
د چينايان دغو رخصتيو ته د «سروزرو اوونۍ» وايي او نورو هيوادونو لکه جنوبي کوريا، ټايلنډ او جاپان ته سفرونه کوي. په سيول کي د چينايي سيلانيانو انځور.
خو ډېر چينيان په خپل هيواد کي تاريخي ځايونو ته ځي. په انځور کي د چين تاريخي دېوال ښکاري.
ماکايو جزيره چي يو وخت د پرتگال مستعمره وه په ۱۹۹۹م کال کي په چين پوري وتړل سوه. دغه ځای د سيلانيانو له پاره ډېر په زړه پوري دی.
د رخصتيو په ورځو کي وگړو ته ډېر ښه پروگرامونه جوړ سوي وي. انځور په چين کي د رڼاگانو فستيوال.
په چين کي د «هاو شان» غر چي ډېر خلک ئې ليدو ته ورځي.
يوه ممنوعه ښار ته د سيلانيانو ورتگ.
چين په ۱۹۹۹م کال کي په لومړي وار د ملي ورځي په وياړ يوه اوونۍ رخصتي اعلان کړه. هغه وخت يوازي ۲۰۰ ميليونو چينايانو له دغه فرصته گټه واخيسته.
له دغي رخصتۍ څخه موخه دا نه وه چي خلک استراحت وکړي، بلکي هدف دا وو چي خلک يوې او بلي خوا ته ولاړ سي او کورني بازارونه ئې وچليږي.
د چين یو ښار په رخصتيو کي.
په چين دغي رخصتۍ دومره گټه ورسوله چي دولت د۲۰۰۶م کال د می مياشتي لومړۍ نېټه د کارگر د ورځي په وياړ يوه اوونۍ بله هم رخصتي اعلان کړه. خو په ۲۰۰۸م کال کي ئې بيا دغه رخصتي بيرته يوه ورځ کړه.
په چين کي د رخصتۍ اوونۍ.