که امريکا پر خپلو اقتصادي مشکلاتو باندي ژر کاميابه نسي، نو بين ا لمللي اقتصاد ته به خطر رامنځته سي
۱۳۸۶ بهمن ۴, پنجشنبهاعلان
د جرمني د اقتصاد وزير ميشاييل ګلوس Michael Glos د اقتصاد ي رپوټ د مسودې د وړاندي کولو پر وخت وويل ،چي نبايد اقتصاد ي وده ډيره کښته ارزيابي سي . د آلمان اقتصاد تر نورو کلونو ډير ثابت دی . خو حکومت سربيره پر دې ددغه کال د اقتصادي ودي په اړه پيشبيني د 2 فيصدو څخه 1,7فيصدو ته بيرته اصلاح کړه . ګلوس همدارنګه وويل چي د بيکارانو شمير به لږ کم سي . خو ده بين ا لمللي اقتصاد ته د خطر د رامنځته کيدو اشاره هم وکړه ، چي که متحده ايالات پر خپلو اقتصادي مشکلاتو باندي ژر ترژره کاميابه نسي .
د بله طرفه د جرمني د خارجه چارو وزارت په افغانستان کي د آلماني مرستندويه سازمانونو سره د يوه مليون ايرو کومک کوي ،څو هغوی وکولای سي چي په سخت ژمي کي مرستي ورسولای سي . دغه وزارت وويل چي افغانستان د لسو کلو راهيسي دداډول سخت ژمی سره نه ؤ مخامخ سوی .