که بغدادي ووژل سي، داعش سره پاشل کیږي؟
۱۳۹۵ آبان ۱۳, پنجشنبهد بریتانیا اینډیپنډنټ، ورځپاڼي رپوټ ورکړی دی چې ابوبکر البغدادي اوس هم په موصل ښار کې ژوند کوي. د کردستان سیمې یوه جگپوړي پیشمرگه فواد حسین، يادي ورځپاڼي ته ویلي دي: «بغدادي هلته دی او که چیري په روانو عملیاتو کې ووژل شي، د داعش هر څه سره پاشل کیږي.»
د فواد حسین په باور داعش د بغدادي د لاسه ورکولو په صورت کې د دې توان نه لري چې د هغه ځای ناستی وټاکي. د هغه په خبره هیڅوک د «اسلامي دولت» په لیکو کې د بغدادي اتوریته او نفوذ نه لري.
لکه څرنگه چې فواد حسین وایي، موصل د داعش له پاره ځانگړې معنی لري او بغدادي له تیرو نهو میاشتو راهیسې په دغه ښار کې پټ دی.
فواد حسین اینډیپنډنټ، ورځپاڼي ته ویلي دي چې د داعش ډېر مشران د تیرو میاشتو په نښتو کې وژل شوي دي: «بغدادي ډیر زیات له موصل سره تړلی دی، ځکه چې د داعش قوماندان دلته او په تعلفر کې دي.»
د اینډیپنډنټ، ورځپاڼې رپوټ او د فواد حسین څرگندونې په داسې حال کې خپریږي چې د عراق د امنیتي ځواکونو او کردي پیشمرگه ملیشو له لوري د موصل ښار د کلابندۍ عملیات پای ته نه دي رسیدلي او اوس هم د موصل د کلابندۍ له حلقې څخه د داعشیانو تیښته ممکنه ده.
دغه عملیات څه د پاسه له دوو اونیو راهیسې پېل شوي دي. د دغوعملیاتو له پېل سره سم د سوریې د رقه ښار، پر لور د ترهگرو د تیښتې رپوټونه ورکړل شوي دي.
اړوند مطالب: