کوتره په یو نیم میلیون ډالره وپلورل شوه
۱۳۹۷ اسفند ۲۹, چهارشنبهپه بروکسل کې د ارماندو په نوم د چټکې کوترې داوطلبي ډيره په زړه پورې وه. په دې داوطلبۍ کې د دوو چينايي وگړو ترمنځ سخته سيالي وشوه. د يوې کوترې د اخيستو له پاره دا تر اوسه تر ټولو لوړه بولي او درې برابره زياته لگول شوې وې بيه وه.
د «پِجن پيراډايز» په نوم شرکت له خوا جارج فراري رويترز خبري آژانس ته وويل: «هيچا هم د دومره سترې بولۍ په اړه فکر نه وو کړی.»
څومره چې په چين کې د خلکو د مرغانو سره مينه پخوانۍ ده، همدومره په بیلجيم کې د مرغانو د لیلامۍ دا لوبه هم زړه ده.
د يکشنبې په شپه يعني د مارچ پر ۱۷ نيټه د ارماندو پر سر سيالي د نندارچيانو له پاره ډيره جالبه وه. ارماندو بې ساري چټک پرواز کوي او تر اوسه یې د کوترو د تیز او اوږده الوت ټول ريکارډونه مات کړي دي او همدا یې د ځانگړتيا وجه ده.
د دې چټک کوتر مالک جويل ورشوت وو. په چين کې چې کوم کس دا کوتره اخيستی د هغه نوم نه دی په ډاگه شوی.