کوم خواړه روغتیا ته ګټه او کوم زيان رسوي؟
د کارپوهانو پر وينا د سرطاني ناروغيو له کبله مړینه ناسالمې تغذيې له وجې ده. دا چې کوم ډول خواړه د انسان د سلامتيا له پاره ګټه لري،هغه موضوع ده چې پرې مفصل بحث لرو.
مڼه او روغتيا
د مڼې خوړل د سرطاني حجرو مخ نیوی کوي کلسترول او په وينه کې د غوړو مخه نیسي. مڼه د ډيرو ارزښتناکو ويټامينونو درلودونکې ده، چې د کولمو په سلامتيا کي اغيزناک دي. په ټوله نړۍ کې د ښځو په منځ کې د کولمو سرطان د مړيني دريم لامل ګڼل کيږي. دغه لامل د نارينه له پاره دويم مقام لري.
شونډ يا زنجفيل
له شونډ څخه ګټه اخستل د سرطان ناروغانو له پاره ښه درملنه کيداي شي. بې شميره علمي څيړنې د سرطان ناورغۍ په درملنه کې له شونډو څخه ګټه اخيستني باندې ټينګار کوي. د هغې له جملې څخه د سینو، سږي، اينې، پروستات او معدې سرطان.
شين چاي
شین چاي د پلې فنول په نامه له بې شميره موادو څخه ډک دي چې څښل يې په سرطان له اخته ناروغانو سره مرسته کوي او د سرطاني ککړو حجرو او تمورونو په له منځه وړلو کې اغيز لري. په ځينو علمې څيړنو کې راغلي چې شين چای د زړه ناروغيو او دغه راز د انسان په بدن کې د سګريټو څکولو له کبله ناوړه اغيز په مخنيوي کې مهم رول لري.
شۍن ګلپې
شین ګلپي په هغو شنو ترکاريو پورې تړاو لري چې پکي پراته ويټامين د سرطاني ناروغيو په درملنه کي خاص اغيز لري. په اونۍ کې دوه درې ځله د شين ګلپي خوراک د سينې او مثانی سرطان د اخته کيدو په مخنيوي کي څرګند اغيز لري. دغه ترکاريو خوراک د سرطاني حجرو او ناروغيو د مخنيوي سبب کيږي.
کب کي موجود ويټامين D
تازه کب د اميګا ۳ غوړي لري چې د انسان په پوست کې د التهاب مخه نيسي، په خاصه توګه لکه د ډير غوړ لرونکي آزاد کبان چې ډير زيات ويټامين D لري. کارپوهانو په خپلو څيړنو کې وکړای شول چې د۲۰ډوله سرطاني ناروغيو په درملنه کي د ويټامين D مثبت اغيز ثابت کړي. له ډيرو بې شميره مطالعو او څيړنو څخه دا جوتيږي چې د انسان په بدن کې د ويټامين D شتون د سرطاني ناروغيو، په درملنه کې ډيره مرسته کوي.
هر ډول رومي
د روميانو خوړل که هر څومره ډير وخوړل شي، په خام او پاخه ډول، ډير ګټور دي. روميان له معدني توکو څخه ډک دي چې منظم ډول خوراک يې په بدن کې د سرطان پر وړاندي د حجرو پياوړي کيدل دي. د هاروارد د طب پوهنتون د خپرو شويو څيړنو له مخې د روميانو خوراک کولای شي چې د پروستات سرطان ناروغۍ ګواښ له ۲۱ نه تر ۳۴ پورې کم کړي.
اوږه د سرطان پر وړاندي معجزه
اوږه د اسید آمينه آلين په نامه درملو خواص لري چې يوازي د سرطان اخته کيدلو مخه نه نيسي، بلکې د انسان په بدن کې د نورو ناروغيو پر وړاندې د محافظتي سيستم د پياوړتيا سبب هم کيږي. دغه ماده پر سرطانی حجرو نښلي او پرته له دې چې نورو سالمو حجرو ته تاوان ورسوي هغه له منځه وړي.
حبوبات په خپلو خوراکي توکو کي ځای کړئ
دال له هغه حبوباتو څخه دي چې پخول يې هم په اسانۍ سره کيږي او په خاصه توګه د کولمو درد په کمښت کي مرسته کوي. له همدې کبله دال په هغو خوراکي توکو پورې تړاو لري چې خوړل يې د سرطان ناروغۍ په مخ نيوي کي کيدای شي اغیزناک وي. بيا په خاصه توګه د غذاي لوړ کيفيت څخه هم برخه من دي.
کورکمن د سرطان ضد درمل
نن ورځ کورکمن د سرطان ضد مشهور درمل ګڼل کيږي او پکي د کورکومين مادې د شتون له کبله دې چې روغتيا بښونکي اغیز لري. کورکمن د سرطاني حجرو د ودې مخه نيسي او د هغوی له منځه تلو سبب کيږي. په خوراکي توکو کي د دغه ژړي مادي ګډول د انسان بدن پياوړې کوي او د تومورونو پر وړاندي ځواک پيدا کوي. په خاصه توګه بيا له تورو مرچو سره يې اغيز زياتیږي.
سرطاني خوراکي توکې
ډيرو څيړنو جوته کړې ده چې بوره د سرطاني حجرو سرچينه ده. د سپينې شکري خوراک د انسان د بدن کلسیم له منځه وړي او په بدن کي د التهاب سبب کيږي. په معده او د زړه په ناروغيو کي د سپينې شکرې اغيز ګڼل کيږي.
سپين اوړه
د سپينو وړو څخه پاخه شوي خوراکی توکي لکه سپينه ډوډۍ او نورپه اوږده موده کې کولاي شي د انسان د روغتیا له پاره په زيان تمامه شي. دغه غذايي توکې په ځينو حالاتو کې د سرطان د ناروغۍ سبب هم کيږي. د وروستيو څيړنو له مخې د تصفيه شویو اوړو څخه په خوراکي توکو کې کار اخيستل په ښځو کې د سیني سرطان پر رنځ د اخته کيدو خطر تر۲۲ سلنه پورته کړې دې.
سره غوښه
د سرطان د نړيوال څيړنيز مرکز کارپوهانو چې په محافظوي نړيوال سازمان پوري تړاو لري، د کولمو په سرطان کي د سرې غوښې ښکاره نښې ليدلي او دغه راز په ډير اټکل سره د پروستات او معدې سرطان ترينه رامنځ ته کيږي.
په امريکا کي د سرطان څيړنيز مرکز له نويو څيړنو څخه جوته شوی،چې يو پر دريمه مړينه د سرطان ناروغانو د غذاي توکو له کبله ده.خو ځينی خوراکي توکې بيا د ارزښتناکو موادو لرونکي دی،چې په سرطاني حجرو کې کموالې راولي او تر وړاندې يې د مقاموت وړتيا زياتوي. د دغه ډول موادو زياتوالي ترينه منظمه ګټه اخيستنه کولي شي د سرطاني ناروغيو خطر کم کړي او مخه يې ونيسي.