کوم هیواد څومره الوتکې لیږدونکي بیړۍ لري؟
په نړۍ کې تر اوسه پورې ۱۶۸ الوتکي لیږدونکي بیړۍ جوړې شوي دي. اوس یوازې ۱۹ داسې بیړۍ فعاليت کوي. په دې انځوریز رپوټ کې به وګورۍ چې کوم هیواد څومره دغه بیړۍ جوړې کړي او څومره یې تر استعمال لاندي دي.
ټایلند
ټایلند یوازې یوه داسې سمندري کښتۍ لري چې د جنګي الوتکو د لیږد قابلیت لري. دغه بیړۍ په ۱۹۹۷م کال کې جوړه شوې چې د ټایلند بحري یا سمندري ځواکونه یې تر اوسه پورې استعمالوي.
هالنډ
هالنډ په څلویښتمه لسیزه کې له بریتانيا څخه دوې الوتکې لیږدونکي بیړۍ را نیولې وې. په ۱۹۶۸م کال کې یوه له دغو بېړيو څخه پر ارجنټاین ؤپلورل شوه چې اوس د استفادې وړ نه ده. دویمه هم په ۱۹۷۱ م کال کې چې له کاره لویدلې وه هم ویجاړه کړای شوه.
ارجنټاین
له هالنډ څخه پیرل شوې بېړۍ له ۱۹۶۹ څخه تر ۱۹۹۹ کاله پورې د ارجنټاین د سمندري قواو په اختيار کې وه چې وروسته له ۱۹۶۹م کال څخه له کاره ولویده.
برازیل
له برازيل سره یوازې یوه د فرانسې ساخت جوړه بیړۍ موجوده ده چې له ۲۰۰۰ م کال راهیسې استفاده ترې کيږي.
هسپانیا
د خوان کارلوس په نوم سمندري بیړۍ له ۲۰۱۰ م کال راهیسې د هسپانيا د سمندري ځواکونو په اختيار کې ده. پر دې سربیره یوه بله بیړۍ په ریزرو کې هم موجوده ده.
استرالیا
له استرالیا سره په دریو مختلفو وختونو کې درې داسې جنګي بیړۍ وې چې د جنګي الوتکو د لیږدولو وړتيا یې لرله. د هغو له جملې څخه دوې یې په پنځوسمه لسیزه او دریمه یې تر ۱۹۸۲م کاله پورې د استرالیا د سمندري ځواکونو په اختيار کي وه.
کاناډا
د تیرې پيړۍ په نیمایې کې کاناډا داسې ۵ بيړۍ درلودلې چې وروسته بیا له کاره ولویدې. اوس دغه هیواد هیڅ کومه سمندري بېړۍ نه لري چې د جنګي الوتکو د لیږدولو صلاحیت دې ولري.
هندوستان
آئی این ایس وکرمادتیا په نوم د روسیې ساخت سمندري بېړۍ له ۲۰۱۳م کال راهیسې د هند د سمندري ځواکونو په اختیار کې ده او د یوې بلې داسې بیړۍ د جوړولو کار هم روان دی. د ویرات په نوم سمندري بېړۍ تر۲۰۱۶م کال پورې فعاله وه او وروسته بیا د ریزرف په توګه ساتل شوې ده.
روسيه
اوس یوازي یوه داسې بیړۍ د روسي پوځ په اختیار کې ده چې د جنګي الوتکو د لیږدولو وړتيا لري. د شوري اتحاد تر پاشل کیدو وروسته روسيې د نويمې لسیزې په لومړیو پنځو کلونو کې له څلورو څخه درې داسې بیړۍ ویجاړې کړې او یوه یې تر بیارغونې وروسته پر هندوستان ؤپلورله.
جاپان
تر دویمې نړيوالې جګړې مخکې له جاپان سره د جنګي الوتکو لیږدونکي ۲۰ بیړۍ موجودې وې چې ۱۸ یې د نړیوالې جګړې پر مهال د امریکایې ځواکونو د بریدونو په وسیله لمنځه یوړل شوې او پاته دوې نوري یې د جاپان له خوا وروسته ناکاره کړای شوې.
فرانسه
د فرانسې سمندري ځواکونه اوس یوزاې یوه داسې بیړۍ لري چې د جنګي الوتکو د لیږدولو توان لري.
آلمان
آلمان د شلمې پیړۍ له پیل څخه نیولې تر دویمې نړیوالې جګړې پورې د اتو جنګي بیړیو د جوړولو طرحه جوړه کړی وه چې د مختلفو لاملونو له کبله بشپړه او عملي نه شوه. اوس آلمان یوه داسې بېړۍ هم نه لري چې د جنګي الوتکو د لیږدولو وړتيا دي ولري.
بریتانیا
په اوس وخت کې په بریتانیا کې د دوو جنګي بیړیو د جوړولو کار روان دی. پخوا بریتانیا ۴۰ داسي بېړۍ درلودلې چې ۴ یې په نړیواله جګړه کې لمنځه ولاړې او پاته نور یې له کاره لویدلې وې چې ویجاړ کړای شوې.
ایټالیا
په اوس وخت کې د ایټالیا د سمندري ځواکونو په اختيار کې دوې داسې بیړۍ چې د جنګي الوتکو د لیږدولو صلاحیت لري. یوه دغه بیړۍ په ۱۹۸۵ او دویمه یې په ۲۰۰۸ م کال کې کار پرې پيل شو.
چین
چين د ۲۰۱۸ م کال د می میاشتې په ۱۳ نیټه هغه بیړۍ چې پخپله یې جوړه کړې وه د لومړي ځل له پاره سمندر ته پریښوده. مخکې تر دې چين د روسیې ساخت داسې یوه بیړۍ درلوده چې له اوکرائن څخه یې پیرلې وه او تر ترميم وروسته یې په ۲۰۱۲م کال کې د استفادې وړ ګرځولې وه.
امریکا
په اوس وخت کې د امریکا پوځ د جنګي الوتکو لیږدونکي لس بېړۍ لري چې ټول یې فعاله دي. امریکایې بیړۍ د الوتکو د پرواز او راکښته کیدو په برخه کې د ډیرې نوي ټکنالوژۍ درلودونکي دي چې د اټومي انرژۍ په وسیله حرکت کوي. امریکا تیره پیړۍ ۵۶ سمندري بیړۍ چې له کاره لیدلي وې ویجاړي کړي دي.