کومو شرکتونو د کرونا ویروس په سبب ګټه کړې؟
د کرونا ویروس ویرې اقصتادي بازارونه اغیزمن کړي. که څه هم دغه وبا په تیزۍ سره مخ پر خپریدو او نړیوالو بازارونو ته یې سخت تاوان اړولی دی، خو بیا هم ځینې شرکتونه د ګټې په حال کې دي.
انتظار او نېټفلېکس کې د فلمونو لیدل
په آنلان بڼه د ویډیوګانو ښوولو پلېټ فارم نېټفلېکس په تیره اوونۍ کې ښه کاروبار کړی دی. د دې علت دا دی چې ورځ تر بلې خلکو ته ویل کیږي چې د کرونا ویروس د خطر له کبله په کورونو کې پاتې شي او خلک بیا د دغه فلېټ فارم له لارې سریالونه او فلمونه تعقیبوي.
د کور په سالون کې ورزش
د پېلټن انټراکتیف، فټنس شرکت چې د ورزش یا تمرین کولو بایسکلونه جوړوي او په آنلاین بڼه ورزشي تمرینونه هم وړاندې کوي، د ونډو ورځنۍ بیې لوړې شوي. دغه بیې له دې وړاندوینې وروسته لوړې شوي چې د سپورت شوقیان به د کرونا ویروس د ویرې له کبله جیمونو ته نه ځي او د دې پر ځای به د پیلټن وزرشي بایسکلونو څخه استفاده کوي.
د کرونا ویروس احتمالي میلیاردران
د مودرنا، په نوم د دواو جوړولو شرکت مشر ستیفن بېنسل (ښي اړخ ته) ښایي په نزدې وخت کې میلیاردر شي چې شرکت یې د کرونا ویروس له پاره واکسین جوړوي چې پر انسانانو وازمویل شي. دا کار د دې سبب شوی چې دغه شرکت د ونډو بیې لوړې شي. مالیزیایي وي چای (کیڼ اړخ ته) چې شرکت یې زیاتره د طبي دستکشو په جوړولو کې ونډه لري، د میلیاردرانو کلب ته د ننوتو په حال کې دی.
په آنلاین بڼه د کاروبار غوړیدل
امریکایي شرکت زوم ویډیو کمونیکیشن، چې د ویډیویي کنفرانس له لارې خدمات وړاندې کوي له فبرورۍ میاشتې راهیسې یې د ونډو بیه پنځوس سلنه لوړه شوې. د بیرن شتاین د تحقیق کوونکو د څیړنې له مخې کله چې خلک د کرونا ویروس د وبا د خطر له کبله له کورونو څخه کار کوي نو دا د کاروبار له پاره ښه دی. دغه شرکت د ټول ۲۰۱۹م کال په پرتله په روان میلادي کال کې زیات فعاله مشتریان راخپل کړي دي.
تش پلورنځي
د اروپا په کچه د یو شمیر سترو پلورنځیو کې ځینې خوراکي توکي کمی وو. په سترو پلورنځیو کې د خلکو ډیره ګڼه ګوڼه وه، څه بسته بندي شوي توکي رانیسي. په آنلاین بڼه پلورونکي شرکتونو لکه آمازون او د چنیایي شرکت علي بابا څخه هم د توکو د رانیولو تقاضا لوړه شوې، ځکه چې خلک په دوکانونو کې له سودا رانیولو څخه ویره لري.
کله چې ویره د کاروبار د غوړیدو سبب شي
د ماسکونو، مکروب ضد مایع او مکروب وژونکو دستمالونو جوړولو شرکتونه هم د لوړې تقاضا سره مخامخ دي، ځکه چې مشتریان د امکان تر حده په دې لټه کې دي چې ژر د کرونا ویروس د خپریدو څخه ځانونه وساتیي. د ۳ام، په نوم امریکايي شرکت چې د نورونو ترڅنګ د مخونو له پاره ماسکونو جوړوي یو له هغو شرکتونو دی چې ډیره ګټه کوي.
"هر چیرې او هر وخت"
د سافټ جوړلو آلمان شرکت «ټیم ویور» چې خپلو مشتریانو ته له لیرې واټن څخه د معلوماتي تنکالوژۍ په برخه کې لاس رسی ممکنوي، د کرونا ویروس له خپریدو راهیسې یې د مشتریانو شمیر مخ پر زیاتیدو دی، په ځانګړي ډول په چین کې، چیرې چې لومړی دغه وبا رامنځ ته شوه. په لږو ورځو کې د دغه شرکت د ونډو بیې تر شلو سلنو لوړې شوي دي.