کومو مهاجر په آلمان کې د مسلکي زده کړو جانس ترلاسه کړی؟
تیر کال د آلمان په مختلفو کمپونو کې ۹۳۰۰ مهاجرو په بیلابیلو څانګو کې د مسلکي زده کړو فرصتونه ترلاسه کړي دي. دا چې د کومو هیوادونو ډیرو مهاجرو دغه چانسونه ترلاسه کړي دي په دې انځوریز رپوټ کې یې لوستلای شئ.
۱- افغانستان
په ۲۰۱۷ م کال کې ۳۴۷۰ افغان پناغوښتونکو او مهاجرو د آلمان په مختلفو برخو کې د مسلکي زده کړو چانسونه ترلاسه کړي دي.
۲- سوریه
سوریایې مهاجر د شمیر له پلوه په آلمان کې تر ټولو ډیر دي، خو په دوی کې یوازې ۲۷۰۰ یې مسلکي زده کړې ترلاسه کوي چې په دې برخه کې تر افغانانو شاته پاتې دي.
۳- عراق
د ټول آلمان په کچه د مهاجرو په کمپونو کې ۸۰۰ عراقي مهاجر د مسلکي زده کړو پر ترلاسه کولو بوخت دي.
۴۔ ایرتیریا
آلماني ادارو او شرکتونو د افریقایې هیواد ایرتیریا ۷۱۰ تنه مهاجر د مسلکي زده کړو په برخه کې منلي دي.
۵۔ ایران
که څه هم په آلمان کې د ایران n پناغوښتونکو شمیر دومره لوړ نه دی، خو ایراني مهاجر د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو له پلوه په پنځم ځای کي دي. د دغه هیواد ۵۷۰ تنه مهاجر په آلمان کې پر مسلکي زده کړو بوخت دي.
۶۔ پاکستان
پاکستاني مهاجر په دې برخه کې په شپږم مقام کې دي. تیر کال ۴۵۰ پاکستاني مهاجرو په آلمان کې د مسلکي زده کړو چانس ترلاسه کړی دی.
۷۔ سومالیا
د سومالیا مهاجر په دې برخه کې اووم مقام ترلاسه کړی دی. ۳۲۰ سومالیایې مهاجرو ته د مسلکي زده کړو زمينه برابره شوې ده.
۸۔ نایجیریا
د افریقایې هیواد نایجیریا ۲۸۰ تنو مهاجرو تیر کال په آلمان کې د مسلکي زده کړو چانس ترلاسه کړی دی.