کومو وباوو تر ټولو زيات انسانان وژلي؟ ـ انځوريز راپور
د بشريت په تاريخ کې ساري ناروغيو انسانانو ته سخت تاوانونه رسولي دي. له دغو وباؤ څخه تر ټولو وژونکي په دغه راپور کي پېژندلای سئ چي حتی د ځينو سيمو بشپړه څېره يې وربدله کړه:
۶ مقام ـ کولرا
په دغه انځوريز راپور کي د راغلو نورو پنځو ناروغيو په پرتله په کولرا پر يوه وخت هومره زيات انسانان نه دي اخته سوي. خو د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا هرکال د ۳ او ۵ ميليونو تر منځ انسانان په اخته کيږي چي پکښي ۱۲۰ زره يې خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه ناروغي د هغو اوبو او غذا له کبله رامنځ ته کيږي چي په کولرا مکروب ککړ وي. کولرا د سختي نسناستي او استفراق لامل کيږي.
۵ مقام ـ انطوني طاعون ـ ۵ مليونه قربانيان
انطوني طاعون د روم د مارکوس انطونيوس قيصر د واک په زمانه کي په ۱۶۵مېلادي کال پېل سو او تر ۱۸۰ ميلادي کال پوري يعني ۱۵ کاله يې دوام وکړ. نني کارپوهان اټکل کوي چي دغه وبا په اصل کي د چيچک يا کوي د ناروغۍ ويروس سره مربوط ويروس له کبله رامنځ ته سوې وه. په دغه زمان کي د نړۍ د ټول نفوس اټکل ۱۹۰ ميليونه کيږي چي پکښي له دغې ناروغۍ ۵ ميليونه انسانان مړه سول. ويل کيږي چي دغه ناروغي له عراقه تر اروپا ورسېده.
۴ مقام ـ جستينياني طاعون ـ ۲۵ مليونه قربانيان
په ۵۴۱ ميلادي کال د کښتيو په بار کي له مصر څخه اروپا ته د موږکانو له لاري د طاعون مرض انتقال سو. دغه طاعون په داسي حال کي ۲۵ ميليونه انسانان ووژل چي هغه وخت په ټوله نړۍ کي د انسانانو شمېر نژدې ۲۰۰ ميليونه ؤ. په دې توګه نو دغې وبا د نړۍ اتمه برخه انسانان ووژل. دغې وبا په قسطنتنيه کي ۴۰ سلنه نفوس وواژه. کارپوهان اټکل کوي چي دغه د وروستيو طاعون ناروغيو لومړۍ دوره وه.
۳ مقام ـ ايډز ـ ۳۵ ميليونه قربانيان
ايډز ناروغي د ايچ آی وي ويروس له کبله رامنځ ته کيږي او د ۲۰۱۵م کال د شمېرو له مخي نژدې ۳۷ ميليونه انسانان په ايچ آی وي اخته دي. د اټکلونو له مخي په ايچ ای وي د اخته کيدو تر ټولو لويه منبع چي نژدې ۹۳ سلنه کيږي، د وينو د عطاء لاره ده. د دې تر څنګ په ايچ ای وي اخته کس سره بې پوښه جنسي اړيکي، ککړي پيچکارۍ، ککړي پاکي چړې او ورته څيزونه هم په ايچ آی وي د اخته کيدو لامل کيدلای سي.
۲ مقام ـ هسپانوی والګی ـ ۵۰ ميليونه قربانيان
که څه چي دغه والګی له هسپانيا څخه نه ؤ خپور سوی، خو ورباندي د هسپانوي والګي نوم کښېښودل سو. دغه والګی په ۲۰۰۹م کال د سواين والګي ته ورته ؤ او لومړۍ پېښه يې په ۱۹۱۸م کال په مارچ کي په متحده ايالاتو کي راڅرګنده سوه او نژدې ۵۰ ميليونه انسانان يې په ټوله نړۍ کي ووژل. په ۱۹۱۹م کال د ناڅرګنده دلايلو پر اساس په ناڅاپه توګه دغه ناروغي بېرته ورکه سوه.
۱ مقام ـ توره وبا ـ د ۷۵ او ۲۰۰ ميليونو تر منځ قربانيان
توره وبا يا تور مرګ هغه طاعون ته ويل کيږي چي په ۱۴ مېلادي پېړۍ کي يې د ۱۳۴۷ او ۱۳۵۱ کلونو تر منځ په نړۍ او په زياته په اروپا کي خپور سو. په يادو کلونو کي د نړۍ نفوس ۴۵۰ ميليونه انسانان اټکل کېدی. دغه وبا هغه وخت د ۷۵ او ۲۰۰ ميليونو تر منځ او په دې توګه د نړۍ د ۳۰ او ۶۰ سلنې تر منځ نفوس له منځه يووړ. اروپا ته دغه ناروغي د ورېښمو د لاري تجارانو راوړې وه.