1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليیونان

اته تنه افغان مهاجر د کښتۍ د ډوبیدو له امله مړه شوي

زمزمه نیازۍ | اسوشیتد پرس خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۲, یکشنبه

یوناني چارواکي وايي، د ډوبې شوې کښتۍ ژوندي پاتې شوي او قربانیان افغانان دي.د کښتۍ ډوبیدو په دغې پیښه کې لږ ترلږه اته تنه وژل شوي او ۱۸ نور ژغورل شوي.

https://p.dw.com/p/4oTt0
د یوناني ځواکونو په عملیاتو کې تر ۲۰۰ زیات مهاجر ژغورل شوي دي.
دا په تیره یوه اونۍ کې د مهاجرو د ډوبیدو دویمه خونړۍ پیښه ده.انځور: Eurokinissi/ZUMAPRESS.com/picture alliance

د یونان ساحلي ساتونکو د شنبې په ورځ د (ډسمبر مه ۲۱) اعلان وکړ چې د مهاجرو د کښتۍ د ژغورلو یا قربانیانو په لټه کې دي. د راپورونو له مخې دغه کښتۍ د جمعې په ورځ د یونان په ختیځ کې د رودس ټاپو ته نژدې ډوبه شوه.

د یوناني چارواکو په وینا، دغه کښتۍ د ګزمې له یوې کښتۍ څخه تر تېښتې وروسته ډوبه شوه. د کښتۍ د سپرلۍ د مړو شمیر اته تنه ښودل شوی دی. د یونان ساحلي ساتونکو ویلي، ټولټال ۱۸ کډوال چې ۱۲ نارینه، درې ښځې او درې ماشومان پکې شامل دي، ژغورل شوي دي. د ډوبې شوې کښتۍ قربانیان او ژوندي پاتې شوي ټول افغانان ښوول شوي دي.

یونان؛ د نوم ورکو مهاجرو هدیره رغاول کیږي

یوناني چارواکو ویلي چې یو شمېر ژوندي پاتې شوي کسان روغتونونو ته لېږدول شوي چې د یو تن روغتیايي وضعیت نازک دی. دوه ترکي اتباع چې عمرونه یې ۱۹ او ۲۳ کلن دي، د دغو کسانو د قاچاق په شک نیول شوي دي.

دا په تیره یوه اونۍ کې د مهاجرو د ډوبیدو دویمه خونړۍ پیښه ده.تېره اوونۍ د کریټ ټاپو په جنوب کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله اوه کډوال مړه او یو شمېر نور لادرکه شوي وو. تراوسه پورې د یوناني ځواکونو په عملیاتو کې تر ۲۰۰ زیات مهاجر ژغورل شوي دي. د لادرکه شویو کسانو لټون د چهارشنبې په ورځ وځنډول شو.

د یونان د حکومت په وینا، د هغو کسانو شمېر چې هڅه کوي په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته ننوځي تر ۶۰ زرو ډېر وي. په دغو کډوالو کې زیاتره سوریایان دي، ورپسې افغانان، مصریان، اریتریایان او فلسطینیان دي چې یونان ته د رسیدو هڅه کوي.

د دویچه ویله خبریاله زمزمه نیازۍ
زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.