یوه آلماني د خپل موټر پر سر شل زره یورو هیرې کړي
۱۳۹۸ آذر ۶, چهارشنبهيوه متقاعد سړي تېره اوونۍ هغه وخت شل زره يورو ورکې کړې چې دغه پېسې یې د بې پامۍ په يوه شيبه کې د خپل موټر پر سر هیرې کړې. د آلمان د بوخم ښار پوليسو د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه ۶۹ کلن سړي د نورد راين ويسفالن ايالت په ويتن سيمه کې له يوه بانک څخه ۲۰ زرو يورو چې کابو ۲۲ زره ډالر کيږي، د جمعې په ورځ مازيگر د ۳ بجو په شا او خوا کې را ايستلې وې.
د پولیسو په حواله هغه بيا دغه پیسې په يوه پاکټ کې اچولې وې او بيا یې دغه پاکټ د موټر تر روانولو د مخه د موټر پر چټ ايښې وو. لږه شيبه وروسته چې موټر يو څه مزل کړی وو هغه په خپله سهوه پوه شو او د پاکټ لټه یې پيل کړه خو دغه لټون یې بې نتیجې پاتې شو.
دې کس دغه پیسې د يوه نوي موټر د رانیولو له پاره له بانک څخه را ايستلې وې. پولیسو له خلکو غوښتي چې هر څوک چې دغه پاکټ وموندي، د پوليسو په مرکز کې دې یې وسپاري. په آلمان کې که څه هم چې خلک اوس هم د کلتوري دلايلو له مخې آن ډيرې لویې خريداري هم په نغدو پېسو کوي، خو په عمومي توگه له ځانه سره د نغدو پېسو گرځول ډېر عام نه دي. په دغه شان مواردو کې ډیر وخت خلک له بانک څخه پیسې راباسي او بیا یې پیریدونکي ته تسلیموي.
(bs/ms (DW: Kate Martyr