۱۵ وباوي چي WHO په روانه پېړۍ کي لوی ګواښونه بللي
د روغتيا نړيوال سازمان په ۲۰۱۸ کال په «Managing Epidemic» راپور کي له ۱۵ ناروغيو څخه خبرداری ورکړی ؤ چي په سترو وباؤ بدلېدلای سي. دلته يې وپېژنئ:
ايبولا
د کويد ۱۹ په څېر د ايبولا ويروس هم په دغه ويروس د اخته انسان سره د تماس په صورت کي انتقاليږي. ايبولا ويروس د وبا په شکل په يو شمېر افريقايي هيوادونو کي زيات زيانونه ورسول او لا په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.
لاسا تبه
دغه تبه د موږکانو له خوا خپريږي. هغه انسانان چي د اړونده موږکانو د بولو يا غايطه موادو سره په تماس کي راسي نو په دغه ويروس اخته کيدلای سي. دغه ناروغي د ناروغ انسان له بدني مايعاتو څخه بل انسان ته انتقالېدلای سي. دغه تبه په زياته ماشومانو ته زياته خطرناکه ده.
کريم کونګو تبه
دغه ويروس د خمندک/خمنډک/کنې/کنکې یا منگوړ په نوم حشرې د چيچلو پر وخت انتقاليږي او له کبله یې داسي تبه رامنځ ته کيږي چي زياته وژونکې ده. ياده حشره چي د حيواناتو، مرغانو او انسانانو د وينې په زبېښلو ژوند کوي، په خپل ځان کي دغه ويروس لري. په دغه ويروس اخته انسان هم نورو انسانانو ته دغه ويروس انتقالولای سي.
ژړه تبه
ژړه تبه څو اقسام لري چي پکښي تر ټولو خطرناکه يې د اربان ژړه تبه ده. د دغې تبي له پاره واکسين جوړ سوی او له دې کبله يې د نورو ناروغيو په پرتله ګواښ کم سوی دی. د دغې ناروغۍ ويروس د هغو غوماشو په مرسته انتقاليږي چي تر مخه يې په دغه ويروس اخته حيوان يا انسان چيچلی وي.
زيکا ويروس
د دغې تبي ويروس د غوماشو له خوا انتقاليږي. دغه غوماشي د ورځي پر وخت چيچل کوي. که دغه غوماشي يوه حامله داره مېرمنه وچيچي نو هم مور او هم ماشوم د لوی ګواښ سره مخامخ کولای سي. د دغه ويروس له پاره تر اوسه هيڅ واکسين نه دی جوړ سوی.
چيکونګونيا تبه
د چيکونګويا ناروغي د اېدس غوماشي له خوا خپريږي. په زيات نفوس لرونکو سيمو کي د دغې ناروغۍ د خپرېدو ګواښ زيات وي. د دغه ويروس علايم د ډينګي تبي په شان دي او هر کال يې په هند کي پيښي ثبتيږي. دغه ناروغي په ختيځه او سويلي افريقا او په همدې شان يو شمېر نورو حاروي سيمو کي موجوده ده.
حيواني والګی
په دغو کي د خنځيرانو او مرغانو والګي هم شامل دي. په ۲۰۰۹ کال د خنځيرانو والګي په نړيواله توګه وبا رامنځ ته کړه خو د کرونا په پرتله يې د ناروغانو شمېر کم ؤ.
موسمي والګی
موسمي والګی د کال د موسمونو د بدلېدو سره تغير کوي او له دوه قسمو ويروسونو A او B څخه رامنځ ته کيږي. په زياته زړو انسانانو ته کارپوهان توصيه کوي چي هر کال د موسمي والګي واکسين ولګوي.
د تبي ايپيډمي
که والګی د يو داسي ويروس له کبله رامنځ ته سي چي انسانانو دفاعي سيسټم يې په وړاندي ريزيسټنټ يا خوندي نه وي، نو بيا دغه ويروس د لويي وبا شکل خپلولای سي ځکه چي يو انسان څخه نورو ته انتقاليږي. تر هغو چي د دغه ويروس ضد واکسين يا درمل جوړيږي، ښايي زيات وخت ونيسي.
मर्स
د تنفسي نظام دغه ناروغي په منځني ختيځ کي رامنځ ته سوه او د کرونا ويروس له کورنۍ څخه يو ويروس يې وجه ده. دغه ويروس له اوښانو څخه خپور سوی ؤ او د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کالونو تر منځ يې په ۲۴ هيوادونو کي ۴۰۰ انسانان ووژل.
کولرا
کولرا د ګنده اوبو او ګنده خوړو او ناپاکۍ په مرسته انتقاليږي. دغه ويروس د معدې تکليف رامنځ ته کوي او د نسناستي له کبله په بعضو مواردو کي حتی صرف په څو ساعتونو کي مريض وژلای سي.
د بيزوګانو چيچک/کوی
دغه ويروس د چيچک رامنځ ته کوونکي ويروس سره خپلوي لري. خو دغه ويروس د بيزوګانو له خوا نه بلکه د موږکانو له خوا خپريږي. کله چي يو انسان د موږکانو څخه دغه ويروس واخلي نو بيا له انسان څخه انسان ته انتقاليږي.
طاعون
دغه ناروغي د يرسينيا پېستيس په نوم بکتېريا له کبله رامنځ ته کيږي چي زيات وختونه د موږکانو او د هغوی د شپږو له لوري انتقاليږي. طاعون زيات اقسام لري چي تر ټولو عام ډول يې د کوبيو طاعون دی چي له انسان څخه بل انسان ته نه انتقاليږي.
ليپتوسپېروزس
دغه ناروغي د ليپټوسپيرا بکتېريا څخه رامنځ ته کيږي او دا چي زيات وختونه يې ډاکټران په تشخيص کي غلطيږي نو ګواښونکې ده. د سم او پر وخت تشخيص په صورت کي د دغې ناروغۍ له پاره وړ انټي بيوټيک درمل موجود دي او په دې توګه يې درملنه ممکنه ده.
مننژیتيس
دغه ناروغي د دماغ د پردې د التهاب سبب کيږي او د ويروسونو او بکترياؤ له کبله رامنځ ته کيدلای سي. په زياته د خمندک/خمنډک/کنې/کنکې یا منگوړ له کبله د بوروليوزه بکتيريا د انسان جسم ته داخليدلای سي. که د چا په پوست دغه حشره ننوځي نو بايد په لاس د راايستلو هڅه يې ونه کړي بلکه بايد په ځانګړي نوسي يې ښځ نېښ ونيسي او وباسي. که يې نس کښېکاږل سي نو يې ککړه وينه بدن ته ننوځي. احمد ولي اڅکزی/ ن ص/م ک ص