آلمان: د ښي اړخه ګوند له لوري کډوالو ته د «اخراج ټکټ» ويش
۱۴۰۳ دی ۲۵, سهشنبهدا په ظاهري بڼه هوايي ټکټونو ته ورته د ټاکنیزې مبارزې بروشرونه په اصطلاح «غير قانوني کډوالو» ته متوجې دي. د پرواز له پاره د فبرورۍ میاشتې ۲۳مه نيټه غوره شوې ده چې په آلمان کې د پارلماني ټاکنو ورځ ده.
د ای اف ډي ګوند د ایالتي اتحادیې وياند وويل چې د انتخباتي کمپاین دا پاڼۍ د ای اف ډي ګوند د کالسروهه ښار د سيمه ایزې اتحاديې د ټاکنیز کمپاين برخه دي.
د دغه ګوند فدرالي وياند په دې اړه د تبصرې کولو د غوښتنې په ځواب کې وويل: «دا د آلمان له پاره بديل ګوند د فدرالي اتحادیې تبليغاتي مواد نه دي.» هغه زياته کړې چې له همدې کبله دی په دې اړه هیڅ معلومات نه شي ورکولی.
د آلمان کيڼ اړخه ګوند اعلان کړی دی چې د آلمان له پاره بديل ګوند پر وړاندې به د تهديد او خلکو د پارونې له کبله شکايت ثبت کړي.
کيڼ اړخه ګوند ويلي دي چې دغه په اصطلاح د «اخراج ټګټونه» د مهاجرت رېښې لرونکو کسانو په پستي بکسونو کې اچول شوي دي.
د ای اف ډي ګوند ايالتي اتحادیې بيا ټینګار کړی دی چې دا بروشر ټولو هغو کسانو ته متوجې دي چې د رای اچونې حق لري خو ډېره برخه به یې په کالسروهه ښار کې وويشل شي.
ویل شوي دي چې د دې پاڼو کابو ۳۰ زره نسخې چاپ شوي دي او د غوښتنې په صورت کې به چاپي نمونې نورو اتحاديو ته هم واستول شي.
د آلمان د کيڼ اړخه ګوند د بادن وورتمبرګ ایالتي مشرې صحرا ميروف، وويل چې د «آلمان له پاره بدیل» ګوند له دې ډول اقداماتو سره خپله ریښتنې څېره ښوولې ده. هغوی زموږ ټولنه سره ويشي او کرکې او پارونې ته لمن وهي.»
اړونده موضوع: ښی اړخۍ ته د اروپا بدلون: مهاجر اندېښمن دي
دا چې دا پاڼې تر اوسه د څومره کسانو پستي صندوقونو ته اچول شوي دي، تر اوسه معلومه نه ده.
د «اخراج يو ټکټ» چې په ټولنیزو رسنيو کې يوه کاروونکي خپور کړی دی، ډېر غبرګونونه یې پارولي دي.
دا ډول يوه پاڼه په ګوپينګن کې د «آلمان له پاره د بديل» ګوند د سيمې ایزې اتحادیې په فيسبوک پاڼه کې هم ليدل شوې وه او ساندرو شير، په نوم سيمه ایز مشر يې دا خبره تائيد کړې هم وه.
د نوموړي په خبره د کالسروهه سيمه ایزه اتحاديه يوازې غواړي چې «غير قانوني کډوالۍ» ته د خلکو پام را وګرځوي او يوازې د مهاجرت رېښې لرونکي هدف نه دي ګرځول شوي.