بريښنا صابر
بريښنا صابر په بن کې د دويچه ويله سره د راډيو، آنلاين او تلویزيوني خپرونو په برخه کې همکاري کوي.
@Brekhna Saberhttps://www.facebook.com/BrekhnaSaberبريښنا صابر په ۲۰۱۰ م کال کې د دويچه ویله له اکاډمۍ څخه د ژورنالیزم په برخه کې د فراغت سند ترلاسه کولو وروسته له دويچه ویله سره کار پيل کړ.
بريښنا صابر چې په ننګرهار کې زيږېدلې، د پېښور په پوهنتون کې د طبيعي علمومو په برخه کې تر لوړو زده کړو وروسته یې د آلمان د بن په پوهنتون کې زده کړو ته ادامه ورکړه. د راډيو او تلویزيون په برخه کې د لنډې مودې تر تجربو وروسته یې د دويچه ويله له اکاډمۍ څخه د دوو کلونو تر زده کړو وورسته د ژورنالیزم په برخه کې د فراغت سند ترلاسه کړ او له ۲۰۱۰م کال څخه یې په رسمی توګه له دويچه ویله سره همکاري پېل کړه. په لومړي سر کې د دويچه ویله په پښتو څانګه کې د راډيو خپرونه وياندویې په توګه هم دنده ترسره کړې. دمګړۍ په همدې څانګه کې د آنلاين، تلویزیوني مجلو او ويډيو په برخه کې په کار بوخته ده.