امازون شرکت د ترمپ پرانیستې مراسمو ته یو میلیون ډالره ورکوي
۱۴۰۳ آذر ۲۴, شنبهد امازون امریکايي شرکت یوه ویاند د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د دسمبر ۱۲مه) وویل چې د متحده ایالاتو دغه انلاین شرکت به د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو لپاره یو میلیون ډالر مرسته وکړي.
امازون به د ټرمپ د لوړې مراسم په خپل ویډیو پلیټ فارم (پرائم ویډیو) کې هم په ژوندۍ بڼه خپروي چې ارزښت یې یو ملیون ډالر دی. دغه شرکت په ۲۰۲۱ کې د متحده ایالاتو د اوسني ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسم هم نشر کړي وو.
د پنجشنبې په ورځ د ټیکنالوژۍ بل لوی شرکت میټا هم اعلان وکړ چې د ټرمپ د لوړې مراسمو ته به یو میلیون ډالر مرسته ورکوي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له «CNBC» امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې اعلان وکړ چې راتلونکې اوونۍ به د امازون له بنسټګر جیف بیزوس سره وویني.
د تکنالوژۍ له تخنیکي شرکتونو سره د ټرمپ اړیکې
ټرمپ او بیزوس په تیرو وختونو کې ښې اړیکې نه درلودې. د خپلې لومړۍ کاري دورې په جریان کې، ټرمپ ډیری وختونه د واشنګټن پوسټ په پوښښ نیوکه کوله، کوم چې د بیزوس دی. په هر صورت، بیزوس د اکتوبر په میاشت کې وویل چې واشنګټن پوسټ د کوم نوماند ملاتړ نه کوي او د ډیموکراتانو نوماندې کمالا هاریس لپاره یې د خپل ملاتړ څرګندولو څخه ډډه وکړه.
له دې اعلان وروسته د ورځپاڼې په زرګونو لوستونکو خپل ګډون لغوه کړ او له ورځپاڼې سره تړلو خبریالانو هم اعتراض وکړ. بیزوس بیا وویل چې هغه دا کار د دې لپاره کړی چې ورځپاڼه نوره معتبره کړي.
ټرمپ همدا راز څو اونۍ وړاندې په خپل استوګنځای کې د میټا شرکت اجراییوي رییس مارک زکربرګ سره هم وکتل.
د دغو دواړو ترمنځ پخوا هم اړیکې ترینګلې وې او د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه د امریکا پر کانګرس تر برید وروسته د ټرمپ اکاونټ له فیسبوک څخه حذف شو. د ټرمپ حساب په ۲۰۲۳م کال کې د یاد شرکت له لوري بیرته فعال کړل شو.
زکربرګ د ټرمپ په اړه خپل دریځ نرم کړی او غواړي د ښي اړخو په منځ کې خپل شهرت ته وده ورکړي. خو ټرمپ پرې نیوکه کړې او پخپله ټولنیزه شبکه سوشیال ټروټ کې یې لیکلي: "زکربرګ، پام کوه!"
د ټرمپ د دفتر مرستیال سټیفن میلر ویلي، زکربرګ د هغو سوداګریزو مشرانو په ډله کې دی چې غواړي د ټرمپ د اقتصادي پروګرامونو ملاتړ وکړي.
معمولا، په امریکا کې د ولسمشر د لوړې مراسمو له پاره شرکتونه او افراد مالي مرستې کوي. یوازې په ۲۰۰۹م کال کې پخواني ولسمشر باراک اوباما د خپلې لومړۍ کارې د پیل مراسم ترسره نه کړل او په دې توګه یې له مالي مرستو ډډه وکړه. ګوګل شرکت هم د ټرمپ د لوړې مراسمو لپاره ۲۸۵زره امریکايي ډالرو مرستو اعلان کړی دی.