من موهن سينګ مړ شو؛ حکومت یوه اوونۍ ماتم اعلان کړی
۱۴۰۳ دی ۷, جمعهد هندوستان اوسني صدراعظم نریندرا مودي، د سینګ مړينه د هندوستان له پاره یوه ضایعه بللې ده. هغه پر اکس شبکه ليکلي: «هند د خپل یو تر ټولو غښتلي رهبر ښاغلي ډاکټر منموهن سینګ، په ماتم کې دی.» مودي د من موهنګ سینګ په هکله زیاته کړې: «هغه په عاجزۍ کې رالوی او په یوه دروند اقتصاد پوه تبديل شو.»
من موهن سینګ څه باندې درې لسیزې مخکې د نړۍ په تر ټولو ډېر نفوس لرونکي هېواد هندوستان کې خپل اقتصادي اصلاحات پیل کړل.
د هندوستان حکومت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې د سینګ د مړينې په مناسبت د ۷ ورځو رسمي ماتم اعلان وکړ. په اعلاميه کې راغلي چې «په ټول هيواد کې د ۷ ورځنی ماتم تصمیم نیول شوی دی» او دغه راز په ټول هيواد کې به پر دولتي ادارو د هندوستان بيرغ نیمه ځوړند وي. په اعلامیه کې راغلي چې د عزادارۍ مراسم به د جنورۍ تر لومړي ادامه ولري.
په نوي ډيلې کې (AIIMS) روغتون په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې من موهن سینګ د پنجشنبې په ماښام وروسته له هغه چې په خپل کور کې بې هوښه شو، د روغتون عاجلې څانګې ته راوستل شو. تر هغه وروسته روغتون د هغه د مړينې اعلان وکړ. من موهنګ سینګ له کلونو راهیسې، له لوړ عمر سره تړاو لرونکو ناروغیو کړېده او تر درملنې لاندې وو.
نرېندرا مودي زیاته کړې ده چې من موهن سینګ له صدراعظمۍ علاوه، په «مختلفو حکومتي پُستونو کې هم دندې درلودې، له هغې جملې د مالیې وزیر په توګه ېې زموږ په اقتصادي پالیسۍ کې یو قوي اثر پرځای پرېښود... او د صدراعظم په توګه ېې د خلکو د ژوند د بهبودۍ له پاره پراخې هڅې وکړې.»
سینګ یوه لسیزه، له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۴م کاله پورې د هندوستان رهبري وکړه، خو ښايي هغه به هندوستان ته خپل تر ټولو ښه مېراث د ماليې وزیر په توګه پرېښی وي.
هندوستان د ۱۹۹۱م کال د جولای پر ۲۴مه خپل د اقتصادي اصلاحاتو پروګرام پیل کړ. هغه مهال په هند کې د تېلو بېې اسمان ته پورته شوې وې، هند په ميلیارډونو پوروړی وو او ارزې زېرمې ېې مخ پر کمښت وې.
من موهن سینګ، په موثره توګه د هندوستان منزوې اقتصاد، د هندي روپیو بې ارزښتۍ او د سوداګرۍ په تړاو په مهمو برخو کې پرتو خنډونو، لکه دولتي انحصاراتو ته د پای ټکی کېښود.
هغه به په خپل وخت کې د فرانسوي لیکوال د دغې خبرې نقل کاوه: «هېڅ ځواک او هېڅ ځمکه نشي کولی د یوې نظريې مخه ونیسي چې کله ېې وخت راورسیږي.» من موهن سینګ دوې پر له پسې پنځه کلنې دورې په هندوستان کې د مترقي متحد اتحاد ائتلافي حکومت رهبرې کړ.
له آرشیف څخه (21.10.2020):