آلمانۍ وزيره: د سوریې او طالبانو تر منځ توپير شته
۱۴۰۳ آذر ۲۹, پنجشنبهپه پرمختايي چارو کې د همکارۍ لپاره د آلمان وزیرې سونیا شولڅه (د سوسيال دموکرات ګوند غړې) ويلي دي چې د سوریې د اسلامي ډلې هيئت تحریر الشام (HTS) او د افغانستان د طالبانو تر منځ توپیر ويني. نوموړې وویل: "هيت تحرير الشام همکاره ښکاري. لوی توپیر له نورو سره دا دی چې دوی زموږ ملاتړ غواړي."
شولڅه د "پولیتیکو" مجلې ته وویل: "طالبان په ښکاره ډول پر ایدیالوژۍ چلېږي او د بهرني ملاتړ غوښتنه یې نه درلوده." د دغې آلمانۍ وزيرې په وينا دوی بې پروا نه دي، بلکې ګام په ګام مخته ځي. هغې وویل چې ځینې سرې کرښې هم شته، خو جزییات يې ور نه کړل.
وزیرې وویل چې د بشار الاسد رژيم له نسکورېدو وروسته د سوریې د بدلونونو په جوړولو کې د آلمان د حکومت لپاره یوه موقع شته. هغې زیاته کړه: "دا یو فرصت دی چې اوس موجود دی او موږ غواړو اغېز پرې ولرو چې دا بدلونونه پر سم لوري روان شي."
دغې آلمانۍ وزيرې د سوريايي کډوالو د بېرته ستنېدو د موضوع په اړه وویل: "هغه کسان چې زموږ په هېواد کې کار کوي او ښه ادغام شوي دي، هغوی به بېرته ونه شړل شي." هغې د سوریایي ډاکټرانو، نرسانو، او د ټرانسپورټ په برخه کې د متخصصینو یادونه وکړه.
نوموړې زیاته کړه: "هر هغه څوک چې غواړي خپل هېواد جوړ کړي، دا یو طبیعي حق دی چې هغوی بېرته ستانه شي. خو دا کار باید په سوریه کې د مناسبو شرایطو په موجوديت کې وشي." شولڅه ټینګار وکړ: "خو هېڅ ډول زور به پکښې نه وي."
د آلمان يو پلاوي په سوريه کې د هيئت تحرير الشام ډلې له استازو سره هم دغه اونۍ کتلي ول. په دې توګه نو آلمان د سوريې د دغې ډلې سره د خبرو لړۍ مخکې لا پېل کړېده.