آلمان: د ام پاکس د يوې پېښې له کبله ښوونځی تړل شوی
۱۴۰۳ آذر ۲۷, سهشنبهد آلمان په لوېديځ ایالت نورد راين ويستفالن کې د دوشنبې په ورځ يو ښوونځی تر هغه وروسته وتړل شو چې معلومه شوه د دغه ښوونځي دوه زده کوونکي په ام پاکس يا بیزو تڼاکې ناروغۍ ککړې شوي دي.
د يادې کورنۍ په څلورو غړيو کې د ام پاکس د کلاد آی بي « Clade 1b» بڼه تشخيص شوې ده او هغوی قرنطين شوي دي.
د کورنۍ دوه ماشومان د کولن ښار ته څېرمه په روزرات ښارګوټي کې يوه ځانګړي ښوونځي کې درس وايي.
چارواکو وويل چې د ميکروب په اړه رپوټ ترلاسه کولو وروسته ښوونځی وتړل شو او تر جمعې ورځې پورې به درس په آنلاین بڼه وي.
چارواکو د آلمان د ناروغيو د کنترول او مخنیوي د روبرت کوخ انستيتويت سره تر خبرو وروسته په يوه اعلاميه کې وويل: «د روزرات د يوه ځانګړي ښوونځي زده کوونکو ته به تر جمعې ورځې پورې له لېرې درس ورکړل شي.»
همدا شان زياته شوې ده: «د روبرت کوخ انستيتويت او نورو ځانګړو موسساتو سره تر شديدو بحثونو وروسته د روغتيا ادارې او د ښوونځي مديريت پريکړه وکړه چې دا وقایوي ګام پورته کړي څو په ځانګړي توګه شاګردان وساتل شي.»
په آلمان کې د ام پاکس د نويو پېښو په اړه په څه پوهیږو؟
داسې انګيرل کيږي چې د کورنۍ يو غړی افريقا ته د سفر په ترڅ کې په دغه ويروس ککړ شوی وو او بيا یې د کورنۍ نورو غړيو ته هغه انتقال کړی دی.
تر اوسه اخته ټول کسان یې د ناروغۍ معتدل علايم لري.
هغو کسانو ته هم خبر ورکړل شوی دی چې له دې کورنۍ سره یې تماس درلود خو تر اوسه د بل کوم کس په دې ويروس د اخته کیدو خبر نشته.
د ام پاکس د کلاد آی بي بڼه یې له دې څخه د متوجې لوړ خطر له کبله د اندښنې سبب کیږي، خو ام پاکس په عمومي توګه ډېره ساري ناروغي نه ده.
د روبرت کوخ انستيتويت په حواله «ام پاکس د ډېر نږدې فزيکي تماس له لارې خپريږي.»
د روغتيا نړيوال سازمان، د افريقا په بېلا بېلو برخو کې د دغي ناروغۍ د خپريدو له کبله چېرې چې یې يو شمير انسانان ووژل، «د نړيوالې روغتيا اضطراري حالت» اعلان کړی وو، خو په آلمان کې تر اوسه يوازې يو څه پېښې ثبت شوي او څوک پرې مړه شوي نه دي.