1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د نوی کال په اورلوبو کې ۴ کسان مړه او اورلګېدنې شوي

محمد کریم صالح | فرانس پریس، ډي پي اې
۱۴۰۳ دی ۱۲, چهارشنبه

په آلمان کې د نوي کال شپې د واټونو مېلو او اورلوبو کې لږ تر لږه ۴ کسان مړه شوي. د مالونو یو ګدام بشپړ سوځېدلی او په مختلفو ښارونو کې پر پولیسو د اورلوبو وارونه شوي. یو افسر سخت ټپي شوی او شاوخوا ۳۰۰ کسان نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4ojWr
په برلین کې د نوي کال جشن امنیت له پاره ګمارل شوي پولیس
د عکس لاندې متن: په آلمان کې د نوي کال له پيله یو يا له یوه ساعت مخکې کوڅو ته راووتل او اورلوبې ېې پيل کړې  انځور: Abdulhamid Hosbas/AA/picture alliance

د آلمان په ښارونو کې د خلکو له ګڼه ګوڼې او شور سره د نوي کال لمانځنه له يو لړ بې نظمیو او آن مرګ ژوبله سره مله وه. د بېړنيو خدماتو سکتور د نوي کال په شپه د چهارشنبې تر سهار وختي ډېر مصروف ساعتونه درولودل.

د آلمان پولیسو او د اور وژنې ادارو په ټول هيواد کې د څلورو کسانو د مړېنې خبر ورکړی دی چې په احتمال سره له اور او چاودنو سره تړاو لري. رپوټونه وايي د آلمان په يو شمېر ښارونو کې پر عاجلو خدماتو اورلوبې وار شوي، هغه عمل چې په وروستیو کلونو کې په تکرار ترسره شوی دی. په دې لړ کې د برلین یو چارواکی سخت ټپي شوی چې جراحي عملیات ته ېې اړتیا پېدا کړې.

د برلین روغتون وويل، چې د شپې په ابتدا کې اته کسان چې پر لاسونو سخت ټپيان شوي ول، وروړل شول چې وروسته ېې شمېر ۱۵ ته پورته شو.

د آلمان په لایپزیک ښآر کې د نوی کال په شپه اورلوبې او ګډوډي
​​​​پولیس وايي د نوي کال له پيله یو ساعت یا له یو ساعت هم مخکې خلک کوڅو ته راووتل او اورلوبې ېې پیل کړېانځور: Sebastian Willnow/dpa/picture alliance

د برلین پولیسو د چهارشنبې په ورځ وختي د ښار له هغو مرکزي ناحیو چې اورلوبې پکې نه دي شوي، خوښې وښوده خو له نورو سیمو لا هم د ګډوډیو رپوټونه ورکول کيږي.

د برلین د پولیسو ویاند، فلوریان ناټ، په یوه ويډيو کې چې پر انترنيټ خپره شوې د ګډوډیو په تړاو د افرادو د نیولو خبره کړې ده. هغه ويلي دي: «موږ شاوخوا ۳۲۰ کسان نيولي دي. په ګڼو مواردو کې هم پر پولیسو او هم پر اطفائيې [د اورلوبو وسيلو] حملې شوي دي.» هغه زیاته کړې چې پولیسو په برلین ښار کې د خپل محافظت له پاره د اطفائيې پرسونل له ځانه سره لرل.

ناټ زیاته کړه چې د اورلوبو په جریان کې د پولیسو یو افسر ډېر شدید ټپي شو، چې د شپې د روغتون په عاجله برخه کې تر عملیات لاندې ونیول شو. هغه وويل داسې ښکاري چې دغه افسر د اورلوبې په یوې غیرقانوني وسېلې لګېدلی وي.

د کولن ښار پولیسو هم د نوي کال په شپه پر غیرقانوني اورلوبو د دوو پولیسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی. پولیس وايي هم د پولیسو او هم د اطفائي پر لوري د اورلوبې آلې وار شوي دي. په لایپڅیګ کې بیا یوې شاوخوا ۵۰ کسیزې ډلې پر عاجلو خدماتو حمله کړې ده. له هامبورګ او نورو ښارونو څخه هم د ورته پېښو رپوټونه او انځورونه خپاره شوي دی.

د اطفائيې پرسونل د نوي کال په شپه په ټول آلمان کې له کوچنیو اورلګېدنو سره د مبارزه له پاره لاس په کار ول.

د آلمان په لایپزیک کې د نوي کال په شپه آلماني پولیس
د آلمان پولیس وايي چې د دغه هېواد په مختلفو ښارونو کې پر پولیسو او اطفائي دواړو د اورلوبې وارونه شوي ديانځور: Sebastian Willnow/dpa/picture alliance

د آلمان په نویه ويد ښار کې د مالونو په یو ګدام کې د اور لګېدو رپوټ ورکړل شوی. پولیس شک کوي چې دغه اورلګېدنه دې هم د اورلوبو له کبله رامنځ ته شوي وي. نویه ويد، د آلمان په غرب کې پروت یو کوچنی ښار دی. رپوټونه وايي په ګدام کې اور شپې له یوې بجې لږ مخکې بل شو.

  د سيمې پولیسو په یوه اعلاميه کې ویلي: «په دغه لوی ګدام کې چې د نور مالونو تر څنګ لرګې هم پکې زېرمه شوي ول، په بشپړه توګه سوځېدلي دي.» په اعلاميه کې راغلي دي چې د ایمرجنسي سرویس یا د عاجلو خدماتو ادارې پرسونل د پېښې ځای ته له نژدې کورونو خلک وایستل او اور تر کنټرول لاندې راوستل شو.

پولیسو د سهار په شاوخوا ۶ بجو په یو تازه بیان کې وويل چې «د اور مړ کولو له پاره کار ادامه لري. د اور شدت له کبله نژدې ساختمانونه هم زیانمن شوي دي. پولیس اټکل کوي چې د اورلګېدنې زیان به د شپږرقمي عدد په اوسط کې وي.» پولیس زیاتوي چې د دغې اورلګېدنې دلیل هم تر ډېره د نوي کال په مناسبت شوې اورلوبې دي، چې په هکله ېې تحقیقات ادامه لري.»

د ۲۰۲۵م کال د جشن انځورنه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل