1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کې پر اوربند د موافقې په اړه نړیوال غبرګونونه

۱۴۰۳ دی ۲۷, پنجشنبه

په غزه کې د اسرائیلو او حماس ترهګرې ډلې تر منځ د اوربند او یرغمل شویو کسانو د آزادیدو پر سر توافق نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. ترمپ دغه اوربند د امریکا او نړۍ له پاره د لویو پېښو پيلامه بللې ده.

https://p.dw.com/p/4pCF4
د اسرائیلي یرغمل شوو پر خوشی کیدو توافق د خبر له خپریدو وروسته د اسرائیلیانو خوښي
د اسرائیلي یرغمل شوو پر خوشی کیدو توافق د خبر له خپریدو وروسته د اسرائیلیانو خوښيانځور: Ronen Zvulun/REUTERS

د چهارشنبې په ورځ (د جنوري میاشتې ۱۵مه نیټه) پر اوربند د موافقې او د اسرائیلي یرغمل شویو او د فلسطيني بنديان د آزادۍ خبر له خپریدو وروسته، د ډیر شمیر هیوادونو حکومتي چارواکو او سیاستوالو د اعلامیو په خپرولو سره غبرګونونه وښول.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتېرش، خبریالانو ته وویل چې سازمان یې د دې موافقې د ملاتړ له پاره چمتو دی چې له فلسطینیانو سره بې وقفې بشري مرستې زیاتې کړي. هغه زیاته کړه: «په اوس وخت کې د دې جګړې له امله د لوی رنځ کمول باید لومړیتوب وي.»

د اروپايي اتحادیې د کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین، هم د اسرائیل او حماس ترمنځ موافقه ټولې سیمې ته هیله بخښوونکې وبلله او ویې ویل: «زه د اوربند د تړون او په غزه کې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کیدو تود هرکلی کوم. یرغمل شوي خپلو عزیزانو ته ستنیږي او بشري مرستې به په غزه کې ملکي خلکو ته ورسیږي.»

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون، بیا وویل چې د غزې د اوربند موافقه باید په غزه کې د تل له پاره د شخړې ختمیدو سیاسي حل لارې ته لاره هواره کړي. هغه زیاته کړه: «باید دې موافقې ته درناوی وشي. یرغمل شوي خوشی شي. د غزې خلکو سره مرسته وشي او سیاسي حل لاره عملي شي.» 

د عربي هیوادونو غبرګون

سربیره پر دې د عربي هیوادونو مشرانو هم د جلا پيغامونو په خپرولو سره د دې خبر په هکله غبرګون ښودلی دی. د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني، چې هیواد یې د اوربند موافقې ته د رسیدو په برخه کې مهم نقش درلود، د یوې اعلامیې په خپرولو سره غوښتنه وکړه چې له همدې شیبې څخه دې د موافقې د نافذ کیدلو ورځې پورې چې د جنوري میاشتې ۱۹مه نیټه ده، دې په غزې تړانګه کې ثبات او آرامتیا ټینګه شي.

د اوربند د موافقې خبر له اوریدو وروسته فلسطینیان خوښي لمانځي
د اوربند د موافقې خبر له اوریدو وروسته فلسطینیان خوښي لمانځيانځور: Abdel Kareem Hana/AP/picture alliance

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، هم په خپل ایکس شبکه کې د غزې له موافقې څخه د خپل ملاتړ په اعلانولو سره په غزه کې ملکي خلکو ته د بشردوستانه مرستو رسولو بهیر د چټکولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید، ټینګار کړی دی چې حماس او اسرائیل باید خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي. هغه همدارازا غزې ته بې له خنډه د بشري مرستو رسولو غوښتنه وکړه.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم «له دې موافقې څخه د شخړې د ريښو له منځه وړلو له پاره د استفادې پر اهمیت ټینګار وکړ او دې موافقې ته د رسیدو له امله یې د منځګړو هیوادونو له مرستې مننه وکړه.»

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان، د چهارشنبې په ورځ د دې موافقې هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دغه موافقه به فلسطینیانو او «په ځانګړي توګه سیمې او نړۍ ته موثره وي».

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، هم د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره چې زر به سپینې ماڼۍ ته راستون شي په تلیفوني خبرو کې له هغه څخه «د یرغمل شوو د آزادۍ او د لسګونو یرغمل شوو او د هغوي د کورنیو رنځ ته د پای ټکي ايښودلو له پاره د هغه د کوښښونو» ستاینه وکړه.

 

په همدې هکله د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی دی چې نتانیاهو په همدې تلیفوني اړیکه کې ژمنه کړې ده چې زر به په واشنګټن کې له ترمپ سره وګوري. نتانیاهو همدارنګه د یوې جلا تلیفوني اړیکې په ترڅ کې د یرغمل شوو د خوشې کولو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د کوښښونو له کبله له هغه څخه مننه وکړه.

په دې موافقه کې کوم مواد شامل دي؟

ویل کیږي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ موافقه کې یو شپږ اونیز اوربند شامل دی. د یوې با خبره سرچینې په حواله په لومړي پړاو کې به حماس ۳۳ اسرائیلي یرغمل شوي چې په هغې کې به ښځې او تر ۱۹ کلونو کم عمر لرونکي کسان شامل وي، خوشې کړي او بیا به تر ۵۰ کلونو زیات عمر لرونکي کسان آزاد شي.

اسرائیل به هم د هر یوه ملکي یرغمل شوي د خوشې کیدو په بدل کې له خپلو زندانونو څخه ۳۰ فلسطیني بندیان آزادوي. همدارنګه د هر نظامي اسرائیلي یرغمل شوي د خوشې کولو په بدل کې به اسرائیل ۵۰ تنه فلسطیني بندیان خوشې کوي. د دې موافقې په اساس به اسرائیلي پوځ په تدریج سره د غزې له تړانګې څخه پر شا تګ کوي او هره ورځ به پر مرستو بار ۶۰۰ لارۍ غزې تړانګې ته استول کیږي.

د غزې جګړه د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷ نیټه پر اسرائیل د حماس ترهګرې ډلې له خونړي برید سره پیل شوه. د اسرائیل د رپوټونو په حواله په دې برید کې شاو خوا ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او ۲۵۰ تنه نور یرغمل ونیول شول. د دې حملې په ځواب کې اسرائیلي پوځ د غزې په تړانګه کې د حماس پر ضد پوځي عملیات پیل کړل.

د حماس تر کنترول لاندې په غزه کې د روغتیا وزارت په حواله، تر اوسه پورې په دې جګړه کې له ۴۶ زرو ډیر کسان وژل شوي او د دې سیمې ډیرې برحې ویجاړې شوي دي. دغه شمیرې په خپلواکه توګه نه دي تائید شوي او په کې د ملکي او پوځي کسانو د تفکیک اصل نه دی مراعت شوی.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2